نړۍ

په اوکراین کې د روسیې جګړه ښايي کلونه وخت ونیسي – ناټو

Published

on

رویټرز پرون سهار د جرمني له بیلد نومې سرچینې څخه د ناټو د عمومي منشي د خبرو له مخې څرګنده کړې؛ مونږ باید د روسیې د تېري پر وړاندې د اوکراین له خلکو دفاع وکړو، ان که د ملاتړ لګښت لوړ هم وي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، دا یوازې پوځي لګښتونه ندي؛ مونږ باید د خواړو او انرژۍ لوړ لګښتونه هم ورکړو.

هغه آلمانۍ ورځپاڼې بیلد ته څرګنده کړې؛ که د اوکراین له پوځ او ځواکونو سره پوځي مرستې زیاتې شي او اوکراینیانو ته نورې پرمختللې وسلې ورکړ شي؛ نو شونې ده، چې د دونباس سیمه د روسي ځواکونو له ولکې ووځي.

په مادرید کې د ناټو سرمشریزه، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې جوړه شي؛ شونې ده، چې د اوکراین لپاره د مرستې پر کڅوړې هم هوکړه وشي.

نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې له اوکراین سره به د پخوانيو وسلو په معیاري کولو کې هم مرسته وکړي.

د روان کال د فبرورۍ پر ۲۱ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دونباس په سیمه کې د دونیتڅک او لوهانڅک د خلکو جمهوریتونو خپلواکي پر رسمیت وپېژانده او پر لویدیځ یې د مسکو د امنیتي اندېښنو له پامه پر غورزولو نیوکه وکړه.

درې ورځې وروسته، هغه د اوکراین پر وړاندې د ځانګړو پوځي عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ، چې د مسکو-کیف کړکېچنې اړیکې یې پر پوځي جنجال بدلې کړې او جګړه تر دې دمه راوغزېده.

Trending

Exit mobile version