نړۍ

په اوکراین کې د روسیې درېیمه برخه ځواکونه وژل شوي – بریتانیا

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۵, ۱۴۰۱)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د بریتانیا پوځي استخباراتو د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ روسیې په اوکراین کې د خپلو ځمکنیو ځواکونو دریمه برخه له لاسه ورکړې او په ډونباس کې عملیات هم له زوره غورزېدلي دي.

د بریتانیا دفاع وزارت ټویټ کړې، چې: د لومړنیو کوچنیو پرمختګونو سره سره روسیه نده توانیدلې، چې په تېره میاشت کې د پام وړ ځمکنۍ لاسته راوړنې ولري. پداسې حال کې، چې د تخریب لوړه کچه ساتل شوې ده. شونې ده، چې روسیې به له فبرورۍ راپدیخوا د خپل ځمکني جنګي ځواک درېیمه برخه له لاسه ورکړې وي.

دغه راز يه ډاګه شوې؛ ناشونې ده، چې روسیه به په راتلونکیو ۳۰ ورځو کې خپل پرمختګ چټک او ګړندی کړي.

Trending

Exit mobile version