تازه خبرونه

په اوکراین کې د عملیاتو لومړنی پړاو پای ته ورسېد – روسیه

Published

on

د روسیې دفاع وزارت د جمعې پر ورځ د وري ۵ څرګنده کړې، چې په اوکراین کې یې د پوځي عملیاتو لومړنی پړاو بشپړ کړی او اوس به یې ځواکونه د اوکراین د ختیځ دونباس سیمې پر آزادولو راوڅرخیږي.

د روسیې د پوځ د لوی درستیز مرستیال سرګي رودسکوی ویلي؛ د اوکراین په ختیځ کې د دوه نومول شویو جمهوریتونو په توګه، روس پلوه بېلتون غوښتونکیو اوس د لوهانسک په سلو کې ۹۳ او د دونیتسک په سلو کې ۵۴ کنټرول لري. په ګډه، دواړه په عام ډول د ډونباس سیمې پېژندل کیږي.

روسیې ویلي، چې په اوکراین کې یې د پوځي عملیاتو بنسټیزه موخه د ډونباس آزادول ول.

رودسکوی زیاته کړې: د اوکراین هوایي ځواک او هوایي دفاعي سیسټم اوس تقریبا په بشپړه توګه ویجاړ شوی او هوایي ځواک یې له منځه تللی دی.

هغه ویلي، چې د روسیې جنګي الوتکو د اوکراین ۱۶ پوځي هوايي ډګرونه په نښه کړي او د وسلو ۳۹ ډیپوګانې یې ویجاړې کړي، چې د اوکراین د پوځ ۷۰ سلنه وسلې او تجهیزات په کې زیرمه شوي وه.

هغه وایي: د توچکا- یو توغنديو اووه سیسټمونه له ۸۵ سلنې مهماتو سره له منځه تللي او ۳۰ ستر پوځي-صنعتي شرکتونه، چې د اوکراین د پوځ ۶۸ سلنه وسلې او تجهیزات ترمیموي؛ بشپړ له منځه تللي دي. په دې توګه، په ټوله کې د اوکراین د عملیاتو لومړی پړاو پای ته رسیدلی دی.

هغه دا هم ویلي، چې له بده مرغه تر اوسه پورې (په اوکراین کې) ۱۳۵۱ روسي سرتېري وژل شوي او ۳۸۲۵ نور ټپیان دي.

د یادونې ده، چې امریکا او ناټو پراوکراین د روسیې برید غندلی او ختیځې اروپا ته نه یوازې ځواکونه نږدې کوي، بلکې پوځي تجهیزات او نغدي مرستې هم اږوکراین لږدوي.  

Trending

Exit mobile version