نړۍ

په اوکراین کې له نښتو ۶۴ ملکي وګړي وژل شوي ـ ملګري ملتونه

Published

on

Last Updated on: کب ۹, ۱۴۰۰

ملګري ملتونه وايي، پر اوکراین د روسیې د برید په پایله کې لږ تر لږه ۶۴ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۶۰ زرو ډېر بې ځایه شول.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، زمونږ د بشري حقونو دفتر د ۲۴۰ کسانو له ځاني زیان خبر ورکړی، چې ۶۴ یې وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې ښايي د ملکي تلفاتو اصلي شمېر له دې هم ډېر وي.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، بېخبناوو ته زیان رسېدلی او په اوکراین کې د زرګونه خلکو برښنا او اوبه پرې شوې دي.

د راپورونو له مخې، په سختو جګړو کې سلګونه کورونه او پلونه هم ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، په اوکراین کې جګړو له ۱۶۰ زره ډېر کسان بې ځایه کړي او ۱۱۶ زره یې له خپلو کورونو تېښتې ته اړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې د خراب امنیتي وضعیت له کبله د ملګرو ملتونو او نورو بشري ادارو د نښتو له کبله خپلې هڅې ځنډولې دي.

د ملګري ملتونو ادارې او ملګري یې په اوکراین کې خپل حضور روان ساتي او له شرایطو سره سم د بشري اړتیاوو حل کولو ته ژمن دي.

Trending

Exit mobile version