سیمه ییز خبرونه
په ايران او پاكستان كې مېشت افغان كډوال نشي کولی په راتلونكو ټاكنو كې ګډون وكړي
د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، نه شي كولاى په ايران او پاكستان كې ميشتو افغان كډوالو ته په راتلونكو ټاكنو كې د ګډون زمينه برابره كړي، ځكه د دوی د ټاكنیز پلان له مخې، وخت تېر شوى دى. دوی وايي، د دې كار لپاره د پنځوس ميليون ډالرو اړتيا وه، چې نړيوالو نه دي وركړي.
افغان ولسمشر حامد كرزي د سې شنبې په ورځ ( د ليندۍ ۵ ) په ايران او پاكستان كې د افغان كډوالو له استازو سره، چې مشورتي لويه جرګه كې د ګډون لپاره كابل ته راغلي و، وليدل.
دوی ولسمشر ته وړانديز وكړ، چې په راتلونكو ټاكنو كې په ايران او پاكستان كې مېشتو افغان كډوالو ته په ټاكنو كې د ګډون زمينه برابره كړي.
د ارګ له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې ښاغلي كرزي د كډوالو دغو استازو ته ويلي چې دا موضوع به د ټاكنو د خپلواك كميسيون له مسئولينو سره شريكه كړي.
خو د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور وايي:
دوی ونه شواى كړاى په خپل وخت سره دې هدف ته ورسېږي. دوی همدارنګه وايي، د دې كار لپاره په لومړي سر كې د ۵۰ ميليون ډالرو اړتيا وه، چې نړيوالو ورته ورنكړې او بله دا، چې له ايران او پاكستان سره د هوكړه ليكونو لاسليك او تخنيكي مسايل هم نه دي حل شوي.
بل خوا د ټاكنو خپلواك كميسيون د كميسيون چوكاټ كې د رسنيو د كميسيون په نوم د يوه بنسټ د جوړېدو خبرې كوي، چې موخه يي د ټاكنيزو فعاليتونو پر مهال د دولتي او نادولتي رسنيو د ټاكنيزو فعاليتونو څارنه ده.
ښاغلى نور زیاتوي، كه رسنۍ له نافذه قوانينو او تګلارو سرغړونې وكړي او يا هم كوم كانديد ته سپكاوى وكړي، د قانون په رڼا كې به ور سره چلند وشي.