نړۍ

په اکواډور کې د ځمکښویېدنې له کبله ۶ کسان ورک شوي او ۲۴ نور مړه دي

Published

on

د اکواډور د پلازمېنې کویټو ښاروال د چارشنبې پر ورځ د اوړمې ورځې د ځمکې ښویېدنې له کبله د ورک شویو کسانو شمېر ۶  او د مړیو هغه ۲۴ اعلان کړی دی.

په اکوادور کې له تېرو دوه لسیزو راپدیخوا دا له ټولو بد باران و، چې د لا ګاسکا او لا کومونا د کارګرې طبقې استوګنځي یې غرق، کورونه او کوڅې یې له خټو او ډبرې ډکې شوې.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ مړیو شمېر ۲۴ او د ټپیانو هغه ۵۲ ته رسېدلی او د لسګونه زیانمنو کورونو د بیارغولو چارې به هم پیل شي.

د اکواډور د پولیسو قومندان ډګروال ویلیم کاله رویټرز ته ویلي: مونږ هڅه کوو، چې د ورک شويو خلکو د موندلو کړنلاره پلې او زیانمنو ته لاسرسی ومومو.

د اکواډور ګڼې سیمې له درندو بارانونو سره مخ دي، چې له کبله یې د سیندونو اوبه راپورته شوي او سلګونه کورونه او سړکونه یې زیانمن کړي او په پلازمېنه کویټو کې د بارانونو کچه د دوشنبې پر ورځ په هر متر مربع کې ۷۵ لیټرو اوبو ته رسېدلې وه.

د سیمې اوسیدونکي او د پاکولو عملیاتو رضاکارې جوان کارلوس الکوینګا ویلې؛ مونږ مرسته کوو او کار مو له پاملرنې سره روان ساتلی، ځکه مونږ د خلکو د موندلو لپآره هیله من یوو، چې خدای مه کړه تر خټو او ورانیو لاندې څوک شتون ونلري.

Trending

Exit mobile version