تازه خبرونه

په ایران کې د القاعده یو لوړپوړی غړی وژل شوی- نیویارک تایمز

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۴, ۱۳۹۹)

نیویارک تایمز ورځپاڼې د استخباراتي چارواکو له څرګندونو په ډاګه کړې، چې د القاعده شبکې یو مهم غړی ابو محمد المصري درې میاشتې مخکې په ایران کې  وژل شوی دی.

د نیویارک تایمز د څرګندونو له مخې؛ د القاعدې دوه یم لوړپوړي غړي ابو محمد المصري د افریقا په کینیا او تانزانیا کې د امریکې پر سفارتونو درې لسیزې مخکې خونړي بریدونه پلان کړي وه، چې درې میاشتې مخکې د اګست پر اوومه د ایران په تهران کې  د دوه کسانو پر ډزو ووژل شو.

۵۸ کلن المصري د القاعده د بنسټ ایښودونکیو مشرانو څخه و او فکر کیده، چې له اوسني مشر ایمن الظواهري وروسته به د دې ادارې مشري وکړي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت دغه راپور په کلکه رد کړی او څرګندوي، چې د ایران په خاوره کې د القاعدې هیڅ “ترهګر” نشته.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سعید خطیب زاده  ویلي؛ واشنګتن او تل ابیب کوښښ کوي، چې رسنیو ته د دروغو پر وړاندې کولو غواړي ایران له القاعده شبکې سره په اړیکو لرلو تورن کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د افغانستان امنیتي چارواکو د القاعده ډلې د دوه نورو مشرانو له وژلو خبر ورکړی و.

Trending

Exit mobile version