سیمه ییز خبرونه

په ایران کې د ترافیکي پېښې له کبله ۵۵ پاکستانیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

دغه مسافر وړونکی بس د سې شنبې پر شپه ( د زمري دېرشمه) د خوزستان د چذابه پولې پر لوري روان و، چې له دې پېښې سره مخ شو.

Published

on

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په یزد ښار کې د یوه بس د چپه کېدو له کبله لږ تر لږه ۳۵ پاکستاني زیارت کوونکي مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه مسافر وړونکی بس د سې شنبې پر شپه ( د زمري دېرشمه) د خوزستان د چذابه پولې پر لوري روان و، چې له دې پېښې سره مخ شو.

ایراني رسنیو لیکلي، چې په دې بس کې ۵۳ مسافر سپاره ول.

د راپورونو له مخې؛ د بریک په سیستم کې تخنیکي نیمګړتیا، د موټر چلوونکي له لارې سره نه بلدتیا او د موټر زوړوالی د پېښې لامل یاد شوی دی.

پولیس او د ژغورنې ځواکونه د پېښې ځای ته همهاله ورغلي؛ مړي او ټپیان یې د یزد روغتون ته لېږدولي دي.

Trending

Exit mobile version