نړۍ

په ایران کې د کیمیاوي توکو د چاودنې له کبله لسګونه کسان ټپیان شول

Published

on

د ایران دولتي ټلویزیون نن سې شنبه د غبرګولي پر څلیریشتمه څرګنده کړې، چې د ایران د سویل په یوه  کیمیاوي کارخونه کې د چاودنې له کبله له سلګونه کسان ټپیان شوي دي.

د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې، چاودنه د دوشنبې پر ماښام د تهران د ۷۷۰ کیلومترۍ د جنوبي ولایت فارس د فیروز آباد سیمې د امونیمو په یوه زیرمه کې د یوه سوري  له کبله رامنځ ته شوې ده.

د راپورونو له مخې اور وژونکي وتوانیدل، چې اور ژر تر ژره مړ کړي.

د ښار د عامې روغتیا د مشر وحید حسیني د څرګندونو له مخې؛ ۱۱۳ ټپیان په روغتونونو کې بستر او ۱۱۴ نور رخصت شوي دي.

د دې فابریکې محصولات د ښیښې او کرسټال په صنایعو، صابون، د اوبو پاکولو او پیټرو کیمیاوي برخو کې کارول کیږي.

Trending

Exit mobile version