نړۍ

په ایران کې د یوه ریل له چپه کېدو ۷۳ کسانو ته  مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

ایراني سرچینو څرګنده کړې، چې د دغه هېواد په ختیځ کې یو مسافر وړونکی ریل له پټلۍ وتلی؛ ۱۳ کسان مړه شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

دغه پېښه نن چارشنبه (د غبرګولي پر اتلسمه) سهار مهال پېنځه بجې رامنځته شوېو چې له جنوبي خراسان څخه یزد ښار ته روان و.

د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر مهدي ولیپور ویلي، د پېښې ځای ته مرستندویه کارکوونکي استول شوي او د دغه مسافر وړونکي ریل پېنځه ډبې له پټلۍ وتلې دي.

د پېښې کره لامل به د پوره څېړنو له مخې څرګند شي.

د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ شونې دهو چې د مړو شمېر نور هم لوړه شي.

د ایران د سرې میاشتې د ژغورنې ټولنې مشر ویلي، چې په دغه ریل کې د سپرلیو شمېر ۴۳۰ کسان ول.

Trending

Exit mobile version