تازه خبرونه
په ایران کې د یوه پېنځه کلن افغان ماشوم غړیو د درې ناروغانو ژوند وژغوره
د ایران د ایرانشهر د خاتم الانبیاء روغتون د مغز او اعصابو یوه څانګوال ویلي، چې په ایرانشهر کې د مغزي سکتې له کبله د پېنځه کلن افغان ماشوم د غړیو پر بښلو درې اړو ایراني ناروغانو ته ژوند وروبښل شو.
د ایران د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د خاتم الانبیاء روغتون د مغز او اعصابو څانګوال داکتر نصیرزاده ويلي: دغه ماشوم له یوې لوړې ( پر ونې) د راغورزېدو له کبله د مغزي مړینې سره مخ شوی و او د ایرانشهرپه خاتم الانبیاء روغتون کې پېنځه شپې او ورځې بستر و، چې د هغه د مور او پلار پر رضایت یې د بدن غړي وبښل شول.
داکتر نصیرزاده سربېره پر دې ویلي، چې دغه ماشوم د ایرانشهر صحي علومو پوهنتون د غړیو د بښلو لومړنی نوماند دی، چې له لازمې همغږۍ وروسته په الوتکه کې تهران ته ولیږدول شو او د هغه پر دوه پښتورګو او یېنې د تهران سینا روغتون درې اړمن ناروغان له مړینې وژغورل شول.
نصیرزاده وایي، چې دا د سیستان او بلوچستان ولایت په جنوب کې د غړیو د بښلو لومړنۍ هوکړه ده.
