تازه خبرونه

په ایران کې شل افغانان مړه او لس نور ټپیان شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ایران دولتي تلویزیون وايي، چې د دغه هېواد د موترو په ټکر کې شل افغانان، چی قانوني اسناد یې نه لرل مړه او لس تنه نور ټپیان دي.

په راپور کې ویل شوي، چې یو ملي بس او یوه لارۍ د یکشنبې په ماښام د قم او تهران په لاره کې ټکر شوي.

د ایران تلویزیون د ترافیک پولیسو د ريیس محمد حسین حمیدي له قوله ویلي، چې د پېښې ټول قربانیان ایران ته په ناقانونهتوگه ورغلي افغانان دي.

ایرانيو چارواکو په دې اړه څه ندي ویلي، چې د ټکر اصلي لامل څه و.

ایران د ترافیکي پیښو له نظره په نړۍ کې تر ټولو خونړی هېواد بلل کیږي.

د دغه هېواد په لویو لارو کې د کال له څلور لکهډېرې ترافیکي پیښې پېښیږي، چې په کې لږ تر لږه اتلس زره تنه وژل کیږي.

Trending

Exit mobile version