تازه خبرونه

په ایران کې له تېرو اووه میاشتو راپدېخوا ۲۰ افغانان اعدام شوي

د ایران د بشري حقونو ټولنې ویلي، چې له دغو کسانو څخه ۱۷۲ یې د نشه‌یي توکو پر جرم، ۱۱۰ کسان د وژنو، ۱۵ نور د امنیتي تورونو، پېنځه کسان د اسرائیلو لپاره د جاسوسۍ پر تور او پېنځه نور د ایران له اهل سنت سره د اړیکو پر تور او درې نور د جنسي تېري پر تور اعدام شوي دي.

Published

on

د ایران د بشري حقونو ټولنې په یوه راپور کې ویلي، چې د روان کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د ۲۰ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰۰ کسان د دغه هېواد په زندانونو کې اعدام شوي دي.

دې ټولنې د شنبې پر ورځ ( د زمري دیارلسمه) د یوه راپور پر خپرولو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په دې هېواد کې د ایران د زندانونو او اعدامونو وضعیت ته پام وکړي.

په راپور کې راغلي، چې په تېرو اووه میاشتو کې ۴۲ بلوڅان، ۲۰ کردي وګړي، ۲۰ افغان وګړي، یو عراقي او ۱۵ مېرمنې اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو ټولنې ویلي، چې له دغو کسانو څخه ۱۷۲ یې د نشه‌یي توکو پر جرم، ۱۱۰ کسان د وژنو، ۱۵ نور د امنیتي تورونو، پېنځه کسان د اسرائیلو لپاره د جاسوسۍ پر تور او پېنځه نور د ایران له اهل سنت سره د اړیکو پر تور او درې نور د جنسي تېري پر تور اعدام شوي دي.

همداشان د ایران د بشري حقونو د ټولنې مشر محمود امیري مقدام ویلي؛ مونږ په ځانګړي توګه په راتلونکیو اوونیو او میاشتو کې د کرد مدني فعالانو او د مخدره توکو پر جرمونو تورنو کسانو د اعدامونو نوې څپې ته اندېښمن یوو. د اعدامونو د دې څپې مخنیوی یوازې د مدني ټولنې د اعتراضونو او نړیوالو فشارونو له لارې د سیاسي لګښت پر لوړولو شونی دی.

د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ د ابراهیم رییسي له مړینې او د ولسمشرۍ د دوه‌یم پړاو ټاکنو له پای ته رسېدو سره په دې هېواد کې د اعدامونو شمېر نسبتاً لږ شوی دی.

د راپور له مخې؛ په دغو ۷ میاشتو کې یوازې ۲۸ اعدامونه د ایران د حکومت د رسمي سرچینو له‌خوا اعلان شوي، چې نور ۹۱ سلنه اعدامونه د بشري حقونو د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له لوري د دوه خپلواکو سرچینو له لارې تائید شوي دي.

د بشري حقونو ټولنو تل په ایران کې د اعدامونو پر زیاتوالي نیوکې کړي او د دې بهیر د بندیدو غوښتنه یې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په ایران کې لسګونه افغانان د نشه‌یي توکو په ګډون د بېلابېلو تورونو پر تور اعدام شوي دي.

 

اړوند خبرونه:

 

ایرانیو چارواکو دوه افغان وګړي په عام محضر کې اعدام کړل

Trending

Exit mobile version