تازه خبرونه

په ایران کې له تېرو ۲۴ ګړیو پر کرونا اخته ۲۵۸ ناروغان مړه شوي

Published

on

د ایران روغتیا وزارت نن یکشنبه ( د وري ۲۲ ) ویلي؛ له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا پر کرونا ویروس اخته ۲۵۸ ناروغان مړه شوي، چې دا په دې هېواد کې د ډسمبر له پیل راپدیخوا د مړینې لوړه کچه ښیي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په ایران کې تر دې دمه له کرونا ویروسه ۶۴۴۹۰ ناروغان مړه شوي دي.

د ایران د عامې روغتیا وزارت ویاندې سیما سادات لاري دولتي ټلویزیون ته څرګنده کړې، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس ۲۱۰۶۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

نوموړې زیاته کړې، چې له بده مرغه ، په تېرو څلیریشت ګړیو کې ۲۵۸ کسان له کرونا ویروسه مړه شوي دي.

د ایران د عامې روغتیا چارواکو خبرداری ورکړی، چې  کرونا ویروس به نور هم په هېواد کې خپورشي.

له همدې کبله دغه هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د کرونا ویروس د څارنې لپاره لس ورځنی قرنطین هم اعلان کړی دی.

راپورونه وايي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې به ښوونځي او سینماګانې وتړل شي.

ایران په مینځني ختیځ کې یو له هغو هېوادونو دی، چې پر کرونا ترټولو ډېر اخته کسان لري.

Trending

Exit mobile version