تازه خبرونه

په ایران کې میشتو افغانانو ته د برښنایي تذکرو او پاسپورتونو وېش پیل شو

Published

on

Last Updated on: وږی ۷, ۱۳۹۹

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د رسمي حضور په موخه د برښنایي تذکرو او پاسپورتونو د وېش پروګرام پیل کړی دی.

د هېواد بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې د تذکرو او پاسپورتونو وېش به په ایران کې د افغانانو حقوقي امتیازاتو ته لاسرسی آسانه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: د هویتي او قانوني مسلو حل به په ایران کې میشتو افغان وګړي ته د ښوونې، روغتیایي پاملرنو، بیمې او کار ته قانوني لاسرسی ډاډمن کړي.

یاد وزارت څرګنده کړې، چې د دغه پروګرام د رسمي پیلیدو لپاره د دغه وزارت، د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت او د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د اقتصادي همکاریو لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب، د کډوالو او راستنیدونکیو چارو مرستیالې داکتر عالیمه او د ملي احصائې او معلوماتو ملي ادارې مشر جاوید رسولي د درې واړو ادارو په استازیتوب دغه هوکړه لاسلیک کړه.

میرویس ناب د هوکړې لاسلیک کیدل په ایران کې د میشتو ټولو افغان وګړیو د هویت د تثبیت او مشروعیت لپاره یو ارزښتمن ګام بولي او وایي: د برښنایي تذکرو او پاسپورتونو د وېش پرېکړه د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې ایران ته د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي په مشرۍ د یوه پلاوي د سفر پرمهال رامنځته شوې وه.

د میرویس ناب د څرګندونو له مخې؛ دا هوکړه په ایران کې د میشتو افغانانو حضور ته د مشروعیت ورکولو، د هغو د حقونو د خوندي کولو، د افغان وګړیو او ایران حکومت ترمنځ د رسمي چارو تر سره کولو، ظرفیت لوړولواو خپلو اتباعو ته د اساسي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د افغان حکومت د ژمنو د پلي پر لوري یو لوی ګام دی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت پر ۲۰۱۵ کال په ایران کې د افغان مهاجرینو د شتون او شمېر په اړه معلومات خپاره کړی دي. دغه بنسټ ویلي، شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانان په ایران کې ژوند کوي، چې د ثبت شوی په ګډون یې یو شمېر په غیرقانوني ډول ایران ته تللي دي.

Trending

Exit mobile version