تازه خبرونه
په ایران کې میشت افغان کډوال خپلو کورونو ته د ستنېدو لیواله دي
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هغه افغان کډوال، چې ایران ته تښتیدلي؛ بېرته هېواد ته د ستنېدو لیواله دي.
د افغانستان ۲۸ کلن هلمندی ځوان نجیب الله، چې یوه میاشت مخکې د ایران سرحدي ښار زاهدان ته لس ورځې پلې لار وهلې، چې ځان له جګړې خوندي کړي؛ خو په ایران کې د پاتې کیدو پرمهال د افغانستان وضعیت چټک بدل شو.
د افغانستان اسلامي امارت بریالی شو، چې د هېواد د پلازمېنې کابل په ګډون پر ټول افغانستان حاکم شول او د بهرنيو سرتېرو وروستۍ ډله هم د اګست پر ۳۱ مه ووتل، چې ورسره د امریکا او ناټو ۲۰ کلن پوځي شکېلتیا پای ته ورسېده.
د تېرې اوونۍ د سې شنبې پر ورځ اسلامي امارت د افغانستان د سرپرست حکومت جوړښت اعلان کړ او له افغان کډوالو یې وغږښتل، چې راستانه شي او په هېواد کوړونه کې ونډه واخلي.
د دغه ډاډ له اوریدلو وروسته نجیب الله نومي ځوان پرېکړه وکړه، چې سمدستي خپل هېواد او کور ته راستون شي.
کډوال نجیب الله ویلي: د افغانستان د وضعیت له ښه کېدو سره؛ مونږ ټول غواړو بېرته خپل هېواد ته ستانه شو. زه غواړم خپلو ټولو هېوادوالو ته ووایم، چې د هېواد وضعیت ښه شوی او مونږ باید بېرته خپل ټاټوبي ته ستانه شوو او د خپل وطن په بیا رغونه کې برخه واخلو.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د زاهدان د کډوالۍ په مرکز کې نجیب الله ته ورته ډېري کډوال کورونو ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتو او لیواله دي.
یو بل افغان کډوال نصیر احمد جعفري ویلي؛ امریکایانو له افغانانو سره ښه چلند ندی کړی. هغه مهال، چې امریکایي سرتېري په افغانستان کې ول؛ چاودنې او ناورینونه هم ترسره کېدل. اوس هغه کرکه، جنګ او وحشت نشته.
“یو بل افغان کډوال محمد نومي ویلي: زه هیله من یم، چې افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ شېبه وویني او په کې ښکېل ټول لوري د سولې لپاره یوې هوکړې ته ورسیږي. زه هم غواړم د شخړې پای وګورم. جګړه تورتم دی او ادینه نده، چې چیرته پېښیږي.
رویټرز د رسمي معلوماتو له مخې څرګنده کړې؛ ایران تر دې دمه له درې میلیون څخه د ډېرو افغان کډوالو کوربه دی او یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په خپله خاوره کې یې په دومره شمېر افغان کډوالو ته ځای ورکړی دی.
