سیمه ییز خبرونه
په ایران کې وسلهوالو له ځوابي بریدونو څو ورځې وروسته نهه پاکستانیان ووژل
ناڅرګندو وسلهوالو د شنبې پر ورځ د ایران د جنوب ختیځ په یوه ناامنه سرحدي سیمه کې نهه پاکستاني کارګر په داسې حال کې وژلي، چې پاکستان او ایران له ځوابي بریدونو وروسته د اړیکو د ښه کولو هڅه پیل کړې ده.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په تهران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټیپو ویلي: د ایران په سراوان کې د نهو پاکستانیانو پر وحشتناکه وژنه سخت خواشینی شوی یم. سفارت به له غم ځپلیو کورنیو سره پوره مرسته وکړي. مونږ له ایرانه وغوښتل، چې په دې برخه کې پوره همکاري وکړي.
د ایران دولتي رسنیو ویلي؛ پولیسو د هغو درې وسلهوالو د نیولو لټه پیل کړې، چې له ډزو وروسته تښتېدلي دي.
د بشري حقونو ډلې بلوچ هالواش په اوبپاڼه کې لیکلي؛ وژل شوي کسان پاکستاني کارکوونکي وه، چې د موټر د رغونې په یوه ورکشاپ کې یې کار کاوه. د دې ډلې د څرګندونو له مخې درې نور کسان ټپیان شوي دي.
دولتي رسنیو څرګنده کړې، چې د سیستان او بلوچستان ایالت په سراوان کې د دغه برید پړه تر اوسه کوم کس یا ډلې پر غاړه نهده اخیستې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي: دا یوه وحشتناکه او د شرم وړ پېښه ده او مونږ یې پر کلکه غندو. مونږ له ایراني چارواکو سره په اړیکه کې یوو او له دې پېښې سره د سمدستي چلند او ښکېلو کسانو ته د حساب ورکولو بر اړتیا ټینګار کوو.
دا ډزې په داسې حال کې شوي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د دوشنبې پر ورځ پاکستان ته سفر کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني دغه برید غندلی دی.
هغه په یوه خبرپاڼه کې ویلي: ایران او پاکستان به دښمنانو ته اجازه ورنهکړي، چې د دواړو هېوادونو د ورورګلوۍ اړیکې زیانمنې کړي.
د سیستان او بلوچستان ناکراره سیمه له اوږدې مودې راپدیخوا د امنیتي ځواکونو او بېلتون غوښتونکیو وسلهوالو او قاچاقبرانو ترمنځ د جګړو ډګر دی.
سیمه ییز خبرونه
احمدي نژاد د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوملیکنه وکړه
د ایران دولتي ټلویزیون د څرګندونو له مخې؛ د دغه هېواد پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې ده.
احمدي نژاد له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د ایران ولسمشر و.
هغه د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې شورای نګهبان له سیالۍ کولو منع کړی و.
د ایران ولسمشریزې ټاکنې به د جون پر اتویشتمه ترسره شي.
سیمه ییز خبرونه
نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند مشري پر غاړه واخیسته
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د شنبې پر ورځ (د زمري اتمه) د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز څانګې مشرۍ ته یو ځل بیا غوره شو.
هغه وروستی ځل په ۲۰۱۷ کې د ګوند مشري وکړه؛ خو د فساد پر تور له تورنېدو وروسته استعفا ته اړ شو.
مسلم ليګ ن د روان کال د فبرورۍ پر اتمه نېټه په ملي ټولټاکنو کې واک ته ورسېد. د نواز شریف ورور شهباز شریف اوس د پاکستان د ائتلافي حکومت مشر دی او پخپله د پارلمان غړی دی.
نواز شریف په ۲۰۱۷ ز. کال کې د لومړي وزیر په توګه له دندې هغه وخت ګوښه شو، چې سترې محکمې هغه د مالي دارایۍ د پټولو له کبله له هر ډول دولتي کار څخه منع اعلان کړ؛ خو شریف دا تور ردوي.
په ۲۰۲۳ کې د محکومیت او د بند سزا له لغو کېدو سره؛ نواز شریف ته اجازه ورکړ شوه، چې یو ځل بیا حکومتي یا ګوندي چوکیو کې کار وکړي.
شریف د روان کال په اوکټوبر کې د لندن له ځاني تبعید وروسته پاکستان ته راستون شو. نوموړی په ۲۰۱۹ کال کې د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د درملنې لپاره لندن ته تللی و.
عمران خان په ۲۰۲۲ کال کې په پارلمان کې د نه باور د رایې له کبله له واکه لرې شو او د بند موده تېروي.
سیمه ییز خبرونه
د هند د لویدیځ په یوه تفریحي مرکز کې اور لګېدنې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي
د شنبې پر ماښام د هند د لویدیځ ګجرات ایالت په یوه کورني تفریحي ځای کې د اورلګېدنې له کبله د ګڼو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي دي.
په راجکوټ سیمه کې د ژغورنې هڅې روانې دي او د اړوند سیمې ښاروال رویټرز ته ویلي، چې د مړو د شمېر د لوړېدا شونې ده.
د راجکوټ ولسوالۍ ښاروال نایانا پیدادیا ویلي؛ د ژغورنې په عملیاتو کې مونږ پر ژوند ژغورنې راڅرخو. مونږ غواړو د هغه خلکو پر وړاندې له هڅو ډاډمن شو، چې د دې پېښې مسوول دي.
ټلویزیوني انځورونه پراخه اورلګېدنه ښیي، چې د TRP د لوبې زون یې نیولی او له سیمې څخه لوګي پورته کیږي او ټوله ودانۍ سوځیدلې ده.
د سیمې په ملکي روغتون کې د پوليسو چارواکي وایي؛ يو شمېر مړي پوره سوځېدلي، چې د پېژندلو وړ ندي.
لومړي وزیر نریندرا مودي په ایکس پاڼه کې څرګنده کړې، چې سیمهییزه اداره له زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره کار کوي.
نوموړي لیکلي؛ په راجکوټ کې د اورلګیدنې له کبله خورا ډېر خفه یم. زما فکر له ټولو هغو کسانو سره دی، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي.
د دې ولسوالۍ د اور وژنې مشر آی وي کهر ویلي، چې اور وژونکیو اور څه نا څه کنټرول کړی دی.
هغه رویټرز ته ویلي: د اور لګیدنې لامل اوس هم معلوم ندی.
د ګجرات وزیر اعلی بھوپنډرا پټیل وایي، چې د پېښې په اړه ځېړنې یوې ځانګړې ډلې (SIT) ته سپارل شوي او ټلویزیوني راپورونه ښیي، چې د پېښې په تړاو د راجکوټ پولیسو دوه کسان نیولي دي.
-
نړۍ4 days ago
اسرائیلي ځواکونو د غزې او مصر د پولې کنټرول هم تر لاسه کړ
-
لوبی4 days ago
د افغانستان او عمان ترمنځ د کرکټ روزنیزه لوبه بې پایلې پای ته ورسېده
-
تازه خبرونه4 days ago
په کابل کې د نجونو کافي خونه او کتابتون پرانستل شو
-
تازه خبرونه4 days ago
د زدهکوونکیو د خوراکي خوندیتوب لپاره ۱۰ میلیون یورو مرسته کیږي – اروپايي ټولنه
-
تازه خبرونه4 days ago
د اروپايي ټولنې او قطر استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
لوبی1 day ago
امریکا د جونز پر غوره توپوهنې د ۲۰ اوریز نړیوال جام لومړۍ لوبه له کاناډا وګټله
-
تحول4 days ago
تحول: د افغانستان لپاره په دوحه کې د درېیمې ناستې جوړېدا
-
نړۍ1 day ago
د جنوبي کوریا خلک دې د شمالي کوریا د رالېږل شویو بالونونو په اړه پوځ یا پولیس خبر کړي – چارواکي