تازه خبرونه
په ایران کې پر کډوالو بندیزونو او اوږد مهاله حبس د افغانانو اندېښنې راپارولي
د عرب نیوز د څرګندونو له مخې؛ ایران پر “ناقانونه کډوالو” د اوږدې مودې د بند پر محکومولو سربېره نور سخت بندیزونه هم لګولي، چې بېلابېلې اندېښنې یې راپارولي دي.
د یاد راپور له مخې؛ هغه کسان، چې له قانوني اجازې پرته ایران ته ننوځي تر ۲۵ کلونو پورې به پر بند محکوم شي او امنیتي ځواکونو ته به هم سپارښتنه وشي، چې د مهاجرینو موترونه په نښه کړي.
د ایران دې هڅې داانېښنه هم راپورته کړې، چې شاوخوا دوه نیم میلیون افغانان په ایران کې اوسیږي او ځینې یې قانوني اسناد لکه پاسپورتونه او ویزې هم نلري.
د عرب نیوز په راپور کې دا هم راغلي: هغه کسان، چې پرته د اسنادو په ایران کې استوګن دي یا دې هیواد ته له اسنادو پرته ننوځي؛ به له درندو جریمو سره به پر ۲۵ کلونو بند محکوم شي او ملکیتونه به یې ضبط شي.
افغان چارواکو ويلي؛ د افغانانو د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامد تهذیب په دې اړه عرب نیوز ته ویلي، هڅې روانې دي، چې دا موضوع له دیپلوماتیکو اړیکو له لارې حل شي.
د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت سلاکار عبدالباسط انصاري عرب نیوز ته څرګنده کړې؛ مونږ په دې اړه ډېر اندېښمن یو. مونږ هیله من یو، چې ایران داسې دغه هڅې ونکړي.
هغه زیاته کړې: مونږ د دې سکالو او موصوع د حل لپاره په ګډ کار کوو او دغه راز د افغانانو پر داوطلبانه راستنیدو هم ټینګار کوو.
د ایران شارق ورځپاڼې د پارلمان د غړیو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ پارلمان پر ناقانونه کډوالۍ کار کوي او ژر تر ژره به اړوند وړاندیزونو ته رای ورکړي.
د چارو شنونکی او د افغانستان استوګن فضل الرحمن اوریا؛ ایران د افغانستان له کورنیو مسایلو څخه په ګټه اخیستنه تورنوي او په ډاګه کوي: ایران د افغان کډوالو د ایستلو لپاره هرڅه کولی شي.
له دې مخکې هم افغان کډوال د ایراني سرتېرو له ناوړه چلند څخه اندېښمن شوي او وايي، ایراني عسکرو د دوی بشري حقونه تر پښو لاندې کړي.
څو میاشتې مخکې هم په ایران کې د امنیتی ځواکونو لخوا د افغانانو لیږدونکی یو موتر په نښه شوی، چې ګڼشمېر افغانان په کې وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي. دغې پېښې په افغانستان کې بېلابېل غبرګونونه راوپارول او یو شمېر افغانانو د سفارت مخې ته یو اعتراضي لاریون هم تر سره کړ.
تازه خبرونه
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
دغه هوکړهلیکونه د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو برخو په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شوي دي.
د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکټور په کابل کې یوې غونډې ته د دواړو هېوادونو د شاوخوا ۸۰ شرکتونو د استازو په حضور کې د ۱۵۱.۱۶ میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت لسګونه سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
دغه هوکړهلیکونه د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو برخو په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شوي دي.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال مجیبالرحمن شېرزاد د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو لپاره مهمه بللې او د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي یې ټینګار کړی دی.
دغه راز د ازبکستان د صادروونکو ټولنې مشر یارقین ملکوف ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه، چې پخوا ۸۰ میلیون ډالره وه؛ اوس له یو میلیارډ او ۸۰۰ میلیون ډالرو اوښتې ده.
همدارنګه نوموړي په افغانستان کې پانګونې او د ګډو شرکتونو جوړولو ته د ازبکستاني سوداګرو لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د دغو هوکړهلیکونو لاسلیک په داسې حال کې کېږي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د مرستیال پر مشرۍ د افغانستان یو پلاوی هم ازبکستان ته تللی او د هغه هېواد له چارواکو سره د کرنې او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
وسلهوال ځواکونه د هېواد د خپلواکۍ او امنیت ساتنې دفاع ته چمتو دي – فصیحالدین فطرت
فطرت زیاته کړی، چې افغانستان د مجاهدینو د مبارزې او سرښندنو په پایله کې خپلواکي ترلاسه کړې او د دې خپلواکۍ د ساتنې لپاره مجهز، مسلکي او خپلواک پوځ ته اړتیا لري.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز فصیحالدین فطرت د دفاعي ځواکونو د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال ويلي، وسلهوال ځواکونه د هېواد د خپلواکۍ، ځمکني بشپړتیا او د خلکو د امنیت ساتنې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
فطرت زیاته کړی، چې افغانستان د مجاهدینو د مبارزې او سرښندنو په پایله کې خپلواکي ترلاسه کړې او د دې خپلواکۍ د ساتنې لپاره مجهز، مسلکي او خپلواک پوځ ته اړتیا لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پرمختللیو وسلو په کارولو کې روزنه او عصري پوځي تجهیزاتو ته لاسرسی د وسلهوالو ځواکونو له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کیږي.
هغه ویلي؛ د پیاوړي پوځ د جوړولو موخه پر نورو هېوادونو تېری نه، بلکې د احتمالي تېري او زور زیاتي پر وړاندې د افغانستان دفاع ده.
د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز د پوځ او اقتصاد په برخو کې پر خپلواکۍ ټینګار کړی او څرګندوي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی؛ خو هیچا ته به اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان اقتصاد او چارې تر خپلې څارنې لاندې راولي.
فطرت د پاکستان لهخوا د سرحدي لارو د تړل کېدا په اړه ویلي، چې دغه هېواد د صادراتو پر مهال لارې تړي او د وارداتو پر مهال یې پرانیزي؛ خو اسلامي امارت د دې ډول پرېکړو پر وړاندې اقدام کړی دی.
نوموړي ویلي، چې افغانستان په تېرو پنځه کلونو کې له امنیت او آرامۍ برخمن پاتې دی او په بېلابېلو برخو کې یې پرمختګ کړی دی؛ خو ځینې هېوادونه دا وضعیت نهشي زغملی او د افغانستان د کمزوري کولو هڅې کوي.
د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز فصیحالدین فطرت وايي، د اسلامي امارت دروازې د مخالفانو پر مخ پرانیستې دي او هغوی کولای شي هېواد ته راستانه شي؛« آرام او له عزته ډک» ژوند غوره کړي.
نوموړي خبرداری ورکړی، که دغه کسان یو ځل بیا د بهرنیانو پر لارښوونه د پاڅون هڅې وکړي؛ له مجهزو وسلهوالو ځواکونو سره به مخ شي.
فطرت د پاکستان د چترال د غرونو د هغو ویډیوګانو په اړه هم غبرګون ښودلی، چې د بدخشان د سیمو پر نوم خپرې شوې دي.
هغه ویلي، د بدخشان په غرونو کې هیڅوک شتون نهلري؛ امنیتي او استخباراتي ځواکونه د هېواد په ټولو سیمو کې فعال دي.
نوموړي مخالفې جبهې نمایشي بللي او څرګندوي، چې غړي یې د بهرنیانو پر لارښوونه په پاکستان کې میشت دي او په افغانستان کې د ناامنۍ رامنځته کولو وړتیا نهلري.
هغه ډاډ ورکړی، چې وسلهوال ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنهکړي، چې د خلکو امنیت ګډوډ کړي او د هغوی د آزاد ژوند مخه ونیسي.
تازه خبرونه
آلمان له اسلامي امارت سره د بشري او تخنیکي مرستو پر تعامل ټینګار وکړ
د افغانستان په اړه دا غونډه، چې یو شمېر افغان او آلماني سیاستوالو او کارپوهانو په کې ګډون کړی و؛ د جمعې او شنبې پر ورځو په برلین کې ترسره شوې ده.
د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي ټوبیاس کراوزه د شنبې پر ورځ( د لړم شپاړلسمه) په برلین کې یوې غونډې ته له اسلامي امارت سره د« بشري او تخنیکي تعامل» غوښتنه کړې او څرګندوي، چې نړیواله ټولنه باید د خلکو وضعیت د خپلې پاملرنې په لومړیتوب کې وساتي.
د افغانستان په اړه دا غونډه، چې یو شمېر افغان او آلماني سیاستوالو او کارپوهانو په کې ګډون کړی و؛ د جمعې او شنبې پر ورځو په برلین کې ترسره شوې ده.
ټوبیاس کراوزه په دې غونډه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د بشري اړتیاوو ترڅنګ د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت هم د خپلې پاملرنې په لومړیتوب کې وساتي.
دې آلماني چارواکي د بشري مرستو د پروګرامونو د پرمخ وړلو او د افغانستان د وګړو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره له اسلامي امارت سره د «بشري او تخنیکي اړیکو» پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان له خلکو سره باید مرستې روانې وساتل شي.
دا غونډه د« افغانستان؛ د یوه پړاو پای؟ د اسلامي امارت له پنځه کلنې واکمنۍ وروسته باید څه وشي؟» تر سرلیک لاندې د جمعې او شنبې پر ورځو په برلین کې جوړه شوې وه.
ګډونوالو په دې غونډه کې د افغانستان پر سیاسي بدلونونو، د بشري حقونو وضعیت، بشري ناورین، د ښځو او نجونو حقونو او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو پر راتلونکي بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
-
نړۍ5 days agoډیموکرات عبدال السید د امریکا د مشرانو جرګې لومړنی مسلمان غړی شو
-
نړۍ5 days agoډیموکراټان کانګرس ته بریالي شول؛ ټرمپ له سترې سیاسي ماتې سره مخ شو
-
تازه خبرونه20 hours agoد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
-
تحول5 days agoتحول: په مسکو فرمټ کې د افغانستان د ستونزو پر حل د روسیې ټینګار
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې له نیمايي ډېر ماشومان له رسمي زدهکړو بېبرخې دي- ملګري ملتونه
-
څار5 days agoڅار: د اقلیم بدلون په نړۍ واله غونډه کې د افغانستان دوم ځل ګدون
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد سعودي عربستان او سوریې دفاع وزارتونو د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه23 hours agoآلمان له اسلامي امارت سره د بشري او تخنیکي مرستو پر تعامل ټینګار وکړ
