تازه خبرونه

په ایران کې څه نا څه یو ټن مخدره توکي کشف او ونیول شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۱, ۱۳۹۹)

د ایران پولیسو په ډاګه کړې، چې د دې هېواد په کرمان ولایت کې شاوخوا یو ټن نشه یي توکي نیول شوي دي.

د ایران د کرمان ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرضا ناظري نن څرګنده کړې، چې د شنبې پر شپه یو ټن ناقانونه نشه یي توکي د یو لړ عملیاتو پرمهال کشف او ونیول شول.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې د مخدره توکو پرضد د مبارزې ځواکونو د کرمان ختیځ لوري ته د د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله کې ۹۵۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي نیولي دي.

جنرال ناظري ویلي، چې د دغې پېښې په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.

هغه دا هم ویلي، چې دغه مخدره توکي له یوې داسې لارې کشف او ونیول شول، چې قاچاق وړونکي یې له افغانستان څخه له همدې لارې لویدیزو هېوادونو ته لیږدوي.

د جنرال ناظري په وینا، له مارچ راپدیخوا په دغه ولایت کې ۱۱۲ ټنه نشه یي توکي کشف او نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، افغانستان د نړۍ د اپینو او هیرویینو په تولید کې لومړی ځای لري. دغه راز ایرانيو رسنیو هم راپور ورکړی، چې ایران د افغانستان د ګاونډ هېواد په توګه اروپا او عربي هېوادونو ته د قاچاق کوونکیو اصلي لاره ده.

Trending

Exit mobile version