تازه خبرونه

په ایران کې ۹۵ سلنه بهرني بندیان افغانان دي – ایران

دغه ایراني چارواکي په ایران کې د افغان بندیانو د کره شمېر او یا هم د بهرنیو بندیانو د شمېر په اړه جزئیات ورنکړل.

Published

on

د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب‌آبادي اعلان کړی، چې په دې هېواد کې ۹۵ سلنه بهرني بندیان افغانان دي.

د ایسنا خبري آژانس د راپور له مخې کاظم غریب‌آبادي ویلي، چې د دوه اړخیزې هوکړې له مخې د بندیانو د لېږد لپاره لازمې څېړنې روانې دي او تمه ده، چې د روان کال تر پایه به بشپړه شي.

دغه ایراني چارواکي په ایران کې د افغان بندیانو د کره شمېر او یا هم د بهرنیو بندیانو د شمېر په اړه جزئیات ورنکړل.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ مشر علیرضا محمودي تېر کال ویلي وه، چې شاوخوا شپږ زره افغانان په ایران کې بندیان دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ۱۴۰۱ کال په کب کې د ایران او افغانستان ترمنځ د بندیانو د انتقال د بهیر پیل اعلان کړی و.

Trending

Exit mobile version