تازه خبرونه

په باجوړ کې د وسلوال برید له کبله پاکستان افغان ډیپلومات احضار کړ

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د افغانستان سفارت مرستیال د اعتراض رسمي یادښت ترلاسه کړ او په باجوړ کې یې ورته د وسلوالو بریدونو په اړه د اسلام‌آباد ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

Published

on

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سفارت مرستیال په باجوړ کې د وروستي وسلوال برید په اړه احضار کړی دی.
 
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د افغانستان سفارت مرستیال د اعتراض رسمي یادښت ترلاسه کړ او په باجوړ کې یې ورته د وسلوالو بریدونو په اړه د اسلام‌آباد ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د فبروري پر شپاړلسمه، په باجوړ کې پر امنیتي ځواکونو وسلوال برید تر سره شوی، چې په کې ۱۱ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشران په افغانستان کې میشت دي او له دې خاورې یې ښکاره فعالیت روان ساتلی دی. دا هغه ادعا ده، چې اسلامي امارت تل رد کړې او بې‌بنسټه یې بولي.

طاهر اندرابي افغان ډیپلومات ته یادونه کړې؛ دا ډول پېښې دوه اړخیزې اړیکې او سیمه‌ییزې سولې ته زیان رسوي او پاکستان له افغان حکومت څخه غوښتي، چې د ورته بریدونو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره په خپله خاوره کې میشت وسلوالو ډلو پر وړاندې اغېزمن او محسوس اقدامات وکړي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د امنیتي اندېښنو له کبله له لوړو او ژورو ډکې وې؛ خو کابل تل ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د نورو پر ضد ونه کارول شي.

Trending

Exit mobile version