تازه خبرونه

په بادغیس کې وسلوالو طالبانو د یوې پوستې ۹ پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۶, ۱۴۰۰)

د بادغیس ولایت د پولیسو پر پوسته د وسلوالو طالبانو په برید کې لږ تر لږه اووه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

یوې امنیتي سرچینې، چې د نوم نه ښودلو یې ډډه کړې آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې پېښه تېره شپه د دې ولایت په مقر ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچینې دا هم په ډاګه کړې، ې په دې پېښه کې دوه نور پولیس ورک دي.

طالبانو د پېښې مسوولیت منلی او څرګندوي، چې په دې برید کې د قومندان غوث الدین په ګدون ۹ پولیس وژل شوي، ۲ نور یې نیولي دي.

Trending

Exit mobile version