سیمه ییز خبرونه

په بادغیس کې ۹۰ سلنه کروندګر وچکالیو ځپلي

Published

on

(Last Updated On: کب ۴, ۱۴۰۰)

د بادعیس ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې تېر کال په دې ولايت کې له ۹۰ سلنې ډېر کروندګر وچکالۍ وځپل؛ خو سږکال هیله من شوي دي.

د قادس ولسوال صالح پردل ویلي؛ د بادغیس د ګروندګرو ژوند او کر د ژمي له واورو او د پسرلي له بارانونو تړلې ده. په تېرو څو وروستیو کلونو کې د اورښتونو د نشتوالي له کبله د ولسوالیو له ۵۰ سلنې ډېر اوسیدونکي نورو سیمو ته کډه  شول.

چارواکو ویلي؛ سږ کال اورښتونه ډېر شوي او کروندګر بېرته کرنې ته راګرځېدلي دي.

د بادغیس د کرنې ریاست مرستیال مولوي رازمحمد وایي، چې د اصلاح شويو تخمونو وېش يې پيل کړې او په ځينو ولسوالیو کې کروندګرو ته تخمونه او سره رسیدلي دي.

د کرنیزو مسایلو شنونکی جلال الدین وردګ وایي: د واورو او باران اوبه هسې ضایح کیږي. که دې اوبو ته کوچني بندونه جوړ شي؛ دا ځمکې به له دې اوبو ټولې بڼونه شي.

عصمت الله نومی ښه اورښت وشو او کروندګر هیله من دي، چې غونډۍ او د غرونو لمنې به شنې او بوټي به رازرغون شي.

ګروندګر باري داد ویلي د نورو ولسوالیو په څېر په قادس ولسوالۍ کې هم د کرنې بهیر پیل شوی؛ خو کروندګر د حکومت همکارۍ ته اړتیا لري.

په بادغیس کې له ۹۰ سلنې ډېر کر للمي دی او ګروندګرو د خپلې زیارګالنې په بدل کې له ځمکو ښه حاصل پورته کوي.

په بادغیس ولایت کې له یوې میاشتې راپدیخوا کروندګرو کښت پیل کړی او  پدې تمه دي، چې راتلونکی کال به یې غلې دانې پریمانه او کندوان به یې ډک وي.ان شاالله.

Trending

Exit mobile version