سیمه ییز خبرونه
په باميانو كې بيات بنياد پر اړو خلكو مرستې وېشلې
باميان، چې يو وخت د بشري تمدن زانگو وه اوس يې اوسيدونكي له راز راز ستونزو سره مخ دي.
په دغه ښار كې يوازې يو- دوه سړكونه پاخه شوي او نور څه نشته.
د دې سيمې اوسيدونكي د دې ستونزو حل خلكو ته د كار پيدا كول او د گرځندوى وده گڼي.
بيات بنياد په داسې حال كې، چې د دغه بنسټ لوى مشر سناتوراحسان الله بيات، د دغه ولايت د كار او ټولنيزو چارو رييس او نورمحلي مسوولين حاضرول پر اړو خلكو خوراكي توكي، ژمنۍ تودې جامې، بوټ، جمپر او كمپلې ووېشلې.
د بيات بنياد لوى مشر سناتور احسان الله بيات د مرستې د وېش پرمهال وويل :
بيات بنياد په دې ولايت كې بېخبنايي او د اړو خلكو د لاس نيوي پروگرامونه په خپل كاري پروگرام كې شامل كړي او په دې اړه به خپله پاملرنه پلې كړو .
لوى مشر بيات له هېوادوالو وغوښتل، چې په دغه ولايت كې د كارموندنې او نورو پروگرامونو په پلي كولو كې يو بل ته لاسونه وركړي، چې د دغه ولايت لرغونى پرتم بيا راژوندى كړي.
د باميانو د كار او ټولنيزو چارو رييس سيد رضا قاسمي له بيات بنياد څخه د مننې په ترڅ كې وويل، چې:
دغه بنسټ په بېلابېلو وختو كې د خلكو مرستې ته وردانگلي دي.
نوموړي په اوسنيو شرايطو كې د خلكو ژوند له ستونزو ډك گڼي .
په باميانو كې مرسته شويو كورنيو د بيات بنياد له مرستو ستاينه وكړه.
بيات بنياد د جوړيدو له وخت را پديخوا په باميان كې بېلابېلې بېخبنايي پروژې لكه د مريم بيات د نجونو ليليه، د ژورو څاگانو كيندل، د جوماتونو جوړول، د باميان د روزنتون په جوړولو كې مرسته او بېړنۍ مرستې كړې او تراوسه هم دوام لري.