سیمه ییز خبرونه

په باميانو كې سل كورنۍ د غرښوييدنې له گواښ سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په باميانو كې څه نا څه سل كورنۍ د غرښوييدنې له وېرې د خپلو كورونو پريښودو ته اړې شوې دي.

د چارواكو په وينا، د باميانو د مركز د فولادي درې په سرخ جوى سيمه كې خلك له دغه گواښ وروسته د اړينو توكو وررسولو ته اړ دي.

د باميانو د والي مرستيال محمد آصف مبلغ سيمې ته تلى او وايي، چې اړو كسانو ته بشپړ اړين توكي نه لرو.

چارواكي گواښ كوي، چې كه دغو كورنيو ته اړين توكي ونه رسيږي؛ سړه هوا به د لسگونه ماشومانو او لويانو ژوند وگواښي.

Trending

Exit mobile version