سیمه ییز خبرونه

په باميانو كې كچالو نومى جشن جوړ او نمانځل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په باميانو كې كچالو نومى جشن جوړ شو، چې په  كې د سيمې لسگونه كروندگرو، د كرنې وزير او سيمه ييزو مسولينو برخه درلوده.

د كرنې او مالدارۍ وزير محمد آصف رحيمي وايي، كه څه هم په باميانو كې  سږ كال زيات كچالو توليد شوي؛ خو دا بسنه نه كوي او په ټول هېواد كې د كرنيزو محصولاتو د زياتوالي هيله من يم.

ښاغلى رحيمې زياتوي، تېر كال په باميانو كې ۲۵۰ زره ټنه كچالو توليد شوي ول، خو سږ كال ښايي دا كچه ۲۷۰ زره ټنو ته پورته شي.

په همدې حال كې يو شمېر بزگران وايي، د كرنې وزارت له خوا ورته مسلكي زده كړې وركړ شوي،  چې د كرنيزو محصولاتو په ډېروالي كې اغېزمنې پريوتې دي.

دوى د خپلو كرنيزو كړنو په وړاندې ستره ستونزه د بازار نه شتون په گوته كوي.

د كرونگرو په وينا، د كرنې او مالدارى وزارت له خوا د كچالو د پاكولو او ماركيټ ته د برابرولو يوه نوې دستگاه فعالعه شوې، له دې دستگاه څخه په استفاده بزگران كولى شي خپل توليدات په نړيوالو معيارونو برابر او بازار ته وړاندې كړي.

كه څه هم د كرني او مالدارى وزارت وايي، چي دبزگرانو لپاره يي د محصولاتو د زياتوالي پروگرامونه پلي كړي؛ خو بزگران وايي، كه د د دوى توليداتو ته دولت ماركيټ پيدا نه كړي، نو ټولې خوارۍ به يي په اوبو لاهو شي.

Trending

Exit mobile version