تازه خبرونه
په بامیانو کې د ډبرو سکرو د قاچاق مخه نیول شوې
د بامیانو والي وايي، په دې ولایت کې د ډبرو سکرو له کان څخه د ناقانونه کیندنو مخنیوی شوی دی.
د با میانو والي طاهر زهیر وایي، که پخوا د ډ برو سکرو په برخه کې هر څه تېر شوي هغه به ول؛ خو له کومې ورځې، چې زه راغلی یم له هغې ورځې د ډ برو سکرو سیمې ته امنیتي ځواکونه استول شوي او له دې ملي پانګې سا تنه کوي.
هغه په ډاګه کړې، چې بامیان یو کرنیز ولایت دی؛ خو د مواصلاتي لارو د نشتون له کبله له يې بزګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
والي زهیر وایي، سکتوري وزارتونو په دې ولایت کې اقتصادي پروژي ندي پلي کړي.
د هغه په وینا؛ د کرنې او مالدارۍ او کلیو پراختیا وزارتونو کارونه روان دي؛ خو نورو سکتوري وزارتو نو بامیانو ته هیڅ کار ندي کړی. د فواید عامي وزارت خپل کارونه بیخی په سم ډول ندي تر سره کړي.
نوموړی مني، چې په تېرکې د انکشافی پروژو په پلي کولو کې توازن په نظر کي ندی نیول شوی او یو شمېر ولسوالیو کې بیخی کارندی شوی.
دی زیاتوي؛ د دغې ستونزې د حل لپاره د مفسدو مامورینو له دندې څخه د ګوښه کولو لړۍ روانه شوې او په دې ولایت کې به له دې وروسته د انکشافي پروژو په پلي کولو کې توازن د پام وړ وي.
خبریال: اسلم حجاب