پرمختګ او بشپړتیا
په بانكي چارو كې دې د نامسوولو ادارو د لاسوهنو مخه ونيول شي – ثابت
په كابل كې د بانكدارانو او خصوصي متشبيسينو تر منځ د پورونو د وركولو په برخه كې د همغږۍ د زياتيدو په موخه غونډه وشوه .
د پښتني بانك چارواكى وايي، چې:
د بانكدارۍ په چارو كې د نامسوولو ادارو دخالت د بانكونو د فعالت په برخه كې لويه ننگونه ده .
دغه چارواكى وايي، چې:
په هېواد كې پلى شوى قانون د پورونو د اخيستو په وخت كې د بانكونو لپاره خنډ جوړيږي.
د پښتني بانك ريس گل مقصود ثابت وايي:
سوداگرو ته د بانكونو له خوا د پورونو په وركولو كې د همغږۍ نشتوالى او له سوداگرو څخه د پورونو په تر لاسه كولو كې سوتزې د هيواد د اقتصادي څرخ د دريدو اصلي لامل دى .
ثابت وايي، چې:
قوانين هم په دې برخه كې له بانكونو سره مرسته نه كوي .
د ده په ونيا:
د بانكدارۍ په چارو كې د غيرو مسوولو ادارو دخالت په خصوصي بانكونكو كې د بحران د دوام لامل گرځيدلى .
دا په داسې حال كې ده، چې د كابل بانك له خوا د نږدي يو ميليارډ ډالرو د پورونو وركول او د هغو پورونو بېرته نه تر لاسه كول په هېواد كې د يو شمېر دولتي او خصوصي بانكونو اندېښنې زياتي كړې دي .
د هېواد په يو شمېر بانكونو كې د اقتصادي بحران د رامنځه ته كيدو د مخنيوي په موخه د يو شمېر بانكونو چارواكو او خصوصي متشبسينو پرېكړه وكړه، چې له دې ورسته به سوداگرو ته هغه وخت پور وركول كيږي، چې د افغانستان د ماليې وزارت له خوا يې د پور اخيستو وړانديز ومنل شي .