تازه خبرونه
په بانکونو کې پانګه شوې پیسې څېړل کیږي- سیګار
د افغانستان په بیارغونې کې د امریکا پر مرستو د څار ځانکړې ادارې په ډاګه کړې، چې په بانکونو کې د هغو پیسو په اړه، چې د فساد له کبله پانګه شوې څېړنه کوي. جان ساپکو له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د دغو پیسو په اړه رپوت ورکړی دی.
د افغانستان په بیارغونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانکړې ادارې رییس اعلام وکړ، چې په بانکونو کې د هغو پيسو په اړه، چې د فساد له امله ترلاسه شوي او سپما شوې څېړنې کړې دي.
د مرکزې بانک ویاند ایمل عاشور وایې، د افغانستان په بانکونو کې د تورو پيسو پانګونه نه ده شوې.
د خصوصي بانکونو د ټولنې رییس نجیب امیري څرګنده کړې؛ هغه پيسې، چې د فساد له کبله په دغو بانکونو کې پانګه شوې نه یې تائیدوو او نه یې ردوو.
د افغانستان په بیارغونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانکړې ادارې له دولت څخه غوښتي، چې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې جدې اقدامات وکړي او په بېلا بېلو برخو کې د اصلاحاتو لړۍ هم چټکه کړي.
خبریاله : لیدا نیازۍ