تازه خبرونه
په باکو کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شو
دا کنفرانس د آذربایجان جمهوریت د دولتي امنیت خدماتو (SSS) راغوښتی و او د ۲۰ هېوادونو استخباراتي چارواکو په کې برخه اخیستې وه.
په باکو کې د “افغانستان: سیمهییز اتصال، امنیت او پراختیا” تر سرلیک لاندې یو نړیوال کنفرانس ترسره شو.
دا کنفرانس د آذربایجان جمهوریت د دولتي امنیت خدماتو (SSS) راغوښتی و او د ۲۰ هېوادونو استخباراتي چارواکو په کې برخه اخیستې وه.
دا کنفرانس د آذربایجان د دولتي امنیتي خدماتو د مشر جنرال علي نقي یوف پر وینا پیل او په باکو کې یې د افغانستان په اړه د دې کنفرانس جوړېدا د پخوانیو ناستو تداوم وباله.
د Caliber.Az خبري سرچینې د آذربایجان د دولتي امنیتي خدماتو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ هغه هیله ښودلې، چې دا نړیواله ناسته کولی شي د افغانستان د مرکزي حکومت په جوړولو کې اغېزمن رول ولوبوي او د نړیوالو قوانینو د اصولو او مقرراتو پر بنسټ عمل وکړي.
هغه د آذربایجان او افغانستان ترمنځ اوږدمهاله اړیکو ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي؛ دا اړیکې پر متقابل باور ولاړې دي او همدارنګه یې د دواړو هېوادونو پر ژورو تاریخي او کلتوري اړیکو هم ټینګار وکړ او وایي، چې آذربایجان تل په افغانستان کې د داخلي سیاسي ثبات او امنیت د تامین لپاره له نړیوالو نوښتونو ملاتړ کړی او هیڅکله یې پدې اړه له هڅو کولو ډډه نده کړې.
جنرال علي نقي یوف له افغانستان څخه د نړیوالو ټولنو پر هراړخیز ملاتړ اړتیا ټینګار کړی، چې د جرمونو په ګډون له نړیوال تروریزم، د مخدره توکو قاچاق او غیرقانوني مهاجرت سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
هغه د دې کنفرانس یو له اصلي اهدافو څخه د تخریبي ځواکونو او ترهګرو ډلو له ویجاړونکو هڅو سره د مقابلې لپاره د همغږۍ دریځ رامنځته کول وغوښتل، چې په افغانستان کې بحراني وضعیت وساتي. نوموړي زیاته کړې، چې په نړیوال نظام کې د افغانستان د دریځ ډاډمنول او په دې هېواد کې د سولې ټینګښت خورا اړین کار دی.
هغه باور څرګند کړ، چې د سیمې هېوادونه او نور حکومتونه به پر همغږۍ عمل وکړي او په دې برخه کې به ګډې هڅې ترسره کړي.
په دې کنفرانس کې د نورو هېوادونو استازو هم په افغانستان کې د امنیت او پرمختګ په اړه خبرې وکړې او څرګندوي، چې دا کنفرانس کولی شي په دې هېواد کې د سولې او امنیت د تامین لپاره د ډاډمنو ګامونو د پورته کولو لپاره اړین فرصتونه برابر او په دې هېواد کې د تلپاتې ثبات د رامنځته کولو لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم ترلاسه کړي.