تازه خبرونه
په بدخشان او کندوز ولایتونو کې ۳۲ افغان ځواکونو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د کندوز ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي ویلي، چې طالبانو تېره شپه د دې ولایت د امام صاحب د مبارکې روضې د امنیتي ځواکونو پر ګډ مرکز پراخ بریدونه تر سره کړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې ۶ سرتېري او ۶ پولیس وژل شوي او ۶ سرتېري او ۷ پولیس ټپیان دي.
هغه زیاته کړې، چې له افغان ځواکونو سره دا نښته څو ګړۍ روانه وه او د مرستندویو ځواکونو د نه رارسیدو له کبله دا پو ځي مرکز طالبانو ونیوه او ټول هجهیزات یې له ځانونو سره یوړل.
سیمه ییزو چارواکو د پېښې رامنځته کیدل منلي؛ خو وایي، چې د ځاني زیانونو په اړه څه په ډاګه شوی ندي.
دغه راز د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري ویلي؛ تېره شپه ۱۱ بجې د دې ولایت د ارغنجوا ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د طالبانو په بریدونو کې د امنیتي ځواکونو ۷ سرتېری وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې پېښه کې ۵ طالب جنګیالي هم وژل شوي او ملکي کسانو ته کوم ځاني زیان ندي اوښتي.
همدارنګه د کندهار ولایت د شورابک پر امنیتي پوستو هم بریدونه شوي دي.
د کندهار پولیسو ویاند جمال ناصربارکزي ویلي، چې له طالبانو سره په نښته کې ۱۱ طالبان وژول شوي او ۵ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د وسلوالو طالبانو بریدونه پر شا تمبول شوي او امنیتي ځواکونو ته ځاني زیان ندی اوښتي.
طالبانو د دغو پېښو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
