سیمه ییز خبرونه

په بدخشان كې بنديان په غيرمعياري محبس كې ساتل كيږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په بدخشان ولايت كې بنديان او چار واكي له ستونزو سره مخ دي او د محبس لپاره د نوې ودانۍ د ژر جوړيدو غوښتنه كوي.

بلخوا ښځينه بنديانو خپلو دوسيو ته د چارواكو د پام راگرزولو غوښتنه كړې ده.

د بدخشان د محبس لوى مدير دولت محمد عطايي وايي:

په كومې ودانۍ كې، چې بنديان ساتل كيږي، سل كاله پخوا جوړه شوې او د درې لسيزو جگړو زيانمنه كړې ده.

نوموړى زياتوي:

د محبس دا ودنني د بنديانو د ساتنې لپاره په لازمو معيارونو نه ده برابره. پكار ده، چې د محبس لپاره نوې ودانۍ ژر جوړه شي.

عطايي د ښځينه بنديانو ادعا ردوي او وايي:

عدلي او قضايي بنسټونو د بنديانو د دوسيو په وړاندې قانوني عمل كړى دى.

دا مهال ۲۶۴بنديان په محبس كې ساتل كيږي او دوه سوه نورپه توقيف ځايون كې دي.

په بنديانو كې ۱۳ ښځې له پېنځه ماشومانو سره هم شته. د محبس مامورين مسلكي دي او له بنديانو سره ښه چلند كوي.

چارواكي وايي، د ولسمشر د فرمانونو له مخې، سږ كال او تېر كال د دوه ښځو په گډون ۶۰ بنديان خوشې شوي او د څه باندې ۱۴۰ نورو بنديانو د بند په موده كې لږوالى راغلى دى.

Trending

Exit mobile version