سیمه ییز خبرونه

په بدخشان كې بيات بنياد له اړو خلكو سره ژمنۍ مرستې وكړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بيات بنياد د مشرليږدوونكې چورلكه بلاخره د بدخشان ولايت فيض آباد ښار ته ورسيده، چې له خلكو سره مرستې وكړي.

د بيات بنياد لوى مشر سناتوراحسان الله بيات وايي، بيات بنياد هركال دغه ولايت ته سوند او غذايي توكي د مرستې په توگه ليږي، چې د خلكو د ستونزو په حل كې مرسته وكړي.

د بيات بنياد لوى مشر د مرستو د وېش پرمهال وويل، چې دا مرستې به د افغانستان نورو ولايتونو ته هم وغزول شي.

د بدخشان ولايت اوسيدونكي

د بدخشان والي شاه ولي الله اديب دغه ولايت ته د بيات بنياد د مشر د ورتگ او مرستو هركلى كوي .

د بدخشان يو شمېر اوسيدونكي په ژمي كې له اړو خلكو سره د بيات بنياد مرستې ارزښتناكې گڼي.

دوى وايي، وزگارتيا، بېوزلي، طبيعي پېښې، سخت ژمى او سختې لارې هغه ستونزې دي، چې له كبله يې د دغه ولايت خلك تل اندېښنه لري.

بيات بنياد هركال په ژمي كې بشري مرستې كوي، په دې مرستو كې پر سون او غذايي توكي سربېره البسه هم شته، چې ډېر يې د افغانستان هغه سيمو ته استول كيږي، چې زيانمنونكې وي.

په بدخشان كې بيات بنياد له اړو خلكو سره ژمنۍ مرستې وكړې

Trending

Exit mobile version