سیمه ییز خبرونه
په بدخشان كې د آيساف پوځي اډې مسووليت افغان ځواكونو ته سپارل كيږي
الماني سرتېري تر دې دمه د بدخشان په هوايي ډگر كې ځاى په ځاى ول؛ خو اوس بلخ او كندوز ته ليږدول كيږي د عامه نظم پوليس په بدخشان كې د الماني سرتېرو د پوځي اډې مسووليت په غاړه اخلي.
د بدخشان محلي چارواكي وايي:
افغان ځواكونوته د آيساف پوځي اډې د سپارلوهركلى كوو؛ خو افغان ځواكونه د دولت له وسله والو مخالفينو سره د جگړې او امنيت د ټينگښت لپاره تجهيزاتو او بشپړې روزنې ته اړتيا لري.
د بدخشان والي شاه ولي الله اديب وايي:
كه څه هم افغان ځواكونو ته د مسووليت سپارل په ځاى كار دى؛ خو افغان ځواكونه بشپړې روزنې او وسلو ته اړتيا لري.
نوموړى زياتوي، چې:
موږ په دې اند يو، چې بهرنۍ مرستې دې د افغانستان د ودې او پراختيا لپاره ځانگړې شي او افغانان دې د خپل هېواد امنيت پخپله خوندي كړي.
د بدخشان امنيه كوماندان عبدالصبور نصرتي په دې ولايت كې د افغان ځواكونو كموالى د اندېښنې وړ بولي. موږ له كورنيو چارو وزارت څخه غوښتي، چې د پوليسو د جوړښت او تجهيز په اړه مرسته وكړي.
بدخشان د هېواد په شمال شرق كې نورستان ته نږدې او له گاونډ هېوادونو سره سرحدي پولې لري، چې تل د مخالفينو تر گواښ لاندې پاتې شوى دى.
د يادونې وړده، چې بدخشان هم د امنيتي مسووليتونو د ليږد د څلورم پړاو د پلي كولو تود هر كلى كړى او د دغه ولايت امنيتي چارې به افغان ځواكونو ته وسپارل شي.