سیمه ییز خبرونه
په بدخشان كې د بيات بنياد ژمنۍ مرستې ووېشل شوې
بدخشان، چې پخوا په سيمه كې د وريښمو سوداگريزه لار وه اوس يې ډېري اوسيدونكي په كرنه او مالدارۍ بوخت دي. دا، چې د هېواد د لوړو غرونو په منځ كې پروت ولايت دى؛ نو له دې كبله يې په ژمي كې د ډېرو ولسواليو لارې لږ تر لږه لس مياشتې بندې وي.
په دې ولايت كې هركال طبيعي پېښې له لس گونه خلكو وژند اخلي او زرگونه كسان د خوراكي توكو او درملو له ستونزو سره مخ كوي.
بيات بنياد يوازنى كورنى بنسټ دى، چې په دې ولايت كې له بېوزلو كورنيو سره مرستې كوي.
په بدخشان كې د بيات بنياد ژمنۍ مرستې د دغه بنياد د مرستيال حاجي محمد اسماعيل او دغه ولايت د يو شمېر محلي چارواكو په حضور كې پر سلگونه بېوزله او زيانمنو كسانو ووېشل شوې.
د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل وايي:
د دغو مرستو له وېش څخه مو اساسي موخه په هېواد كې له اړو خلكو سره مرسته او د مرستې د فرهنگ دودول دي.
د بدخشان والي شاه ولي الله اديب د بيات بنياد مرستې انساني خير ښيگڼه بولي او په دغه ولايت كې د بيات بنياد دوامدارې مرستې يې وستايلې.
هغه بېوزلې كورنۍ، چې په ساړه ژمي كې له گڼو ستونزو سره مخ وې د بيات بنياد مرستې اغېزمنې او په څلورم ځل د بيات بنياد د مرستو ليږل ستايي.
دوى له دولت او نورو مرستندويه بنسټونو څخه غواړي، چې د ستونزو حل ته يې پاملرنه وكړي.
د بيات بنياد چارواكي وايي:
په پام كې ده، چې په راتلونكې كې هم د بيارغونې پروژې عملي كړي.
بيات بنياد يواځينى خصوصي خيريه بنسټ دى، چې هركال د ژمي په موسم كې زرگونه ټنه خوراكي توكي او البسه د هېواد ليرې پرتو ولايتونو ته د وېشلو په موخه استوي.
دغه بنياد پر بيړنيو مرستو سربېره په مركز او ولايتونو كې د روغتونو، ښوونځيو، مدرسو، جوماتونو، تكيه خانو او وړكتونو د جوړولو لسگونه پروژې تطبيق كړي، چې زرگونه كسانو ترې په مستقيم او غير مستقيم ډول استفاده كړې ده.
د يادونې وړ ده، چې بيات بنياد د څلورم ځل لپاره خپلې مرستې دغه ولايت ته استولي او په ليرې پرتو سيمو كې يې پر اړو خلكو وېشلې دي.