تازه خبرونه

په بدخشان كې د خاورو لاندې خلكو د ژغورنې عمليات ودريدل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان حكومتي چارواكو ويلي، چې د بدخشان ولايت د ارگو ولسوالۍ د غره ښييدنې په پېښه كې د خاورو لاندې خلكو د رايستنې او ژغورنې ساده پيل شوي عمليات هم ودرول شول.
د ولسمشر د دوه يم مرستيال محمد كريم خليلي د دفتر رييس عباس بصير وايي، سره له دې، چې په پېښه كې د زيانمنو او مړه شويو كسانو بشپړ شمېر په ډاگه شوى نه دى؛ خو د پېښې په اړه سيمه ييز كميسيون د ولسمشر دوه يم مرستيال ته گزارش وركړى، چې په دې پېښه كې ۲۵۵ كسان ورك دي او د دوه ښځو مړي له خاورو رايستل شوي دي.
به بدخشان ولايت كې چارواكو لاندې شوى كلى اديره اعلان كړه او د ټولو د جنازى د لمونځ د ادا كولو پرېكړه وشوه.
دا په داسې حال كې ده، چې ولسمشرۍ نن يكشنبه د غويى ۱۴ په ټول هېواد كې د ملي وير ورځ اعلان كړې ده، چې د افغانستان ملي رپى به په داخل او بهر كې نيم ځوړند ساتل كيږي.

Trending

Exit mobile version