سیمه ییز خبرونه

په بدخشان كې د كانكور آزموينه تر سره شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په بدخشان كې د كانكور د آزموينې زرگونه برخه وال وايي، په ښوونځيو كې د درسې پروگرامونو كيفيت ډېر ټيټ دي او مسلكي ښونكي هم كم دي.

د لوړو زده كړو وزارت د كانكور د اخيستو پلاوى د بدخشان درې ليرې پرتو او غرنيو سيمو شغنان، درواز او خواهان ته استول شوى؛ خو د ډېرې واورې د وريدو له وجې، پلاوى دغو سيمو ته په چورلكې كې د پامير له لوړو غرونو څخه په تېرېدو د كانكور آزموينې د اخيستو په موخه سفر كړى دى.

د كانكور آزموينه په درې حوزو كې تر سره شوه؛ خو زده كوونكو د لارو د بندښت له وجې درې تر څلور ورځو پلى تگ وكړ، چې په دې آزموينه كې برخه واخلي.

دوي وايي، د سړې هوا او د لازم چمتوالي د نه لرلو له كبله د كانكور آزموينې پايلو ته هيله من نه دي.

د بدخشان د پوهنې رياست  وايي، د زياترو ښوونځيو ښوونكي د مدرسو ملايان دي، چې په ټيټه سطحه يي زده كړې كړي.

بل خوا د خواهان ولسوالۍ د پوهنې مدير عبدالمجيب وايي، په تېرو كلونو كې د پوهنې وزارت له خوا لړ هڅې شوي، چې په دې سيمو كې د پوهنې په وړاندې پرتې ستونزې حل شي.

د ولسي جرگې غړې فوزيه كوفي وايي تر څو، چې  د مواصلاتي لارو ستونزې حل نه شي، ناشونې ده ، چې پوهنه په دې سيمو كې د پام وړ وده وكړي.

بدخشان يو له  غرنيو او ليرې پرتو ولايتونو څخه دى، چې د ژمي په مياشتو كې له شږ مياشتو څخه تر نهه مياشتو پورې يي مواصلاتي لارې د  واورو د وريدو له كبله تړلې وي.

په همدې موده كې د سيمې خلك د پوهنې په برخه كې د ستونزو تر څنگ د خوراكي او سون توكو د لږوالي له اړخه هم له ستونزو سره مخ وي.

Trending

Exit mobile version