سیمه ییز خبرونه

په بدخشان كې د كولرا له وېرې تاجكستان د گډې پولې د تړلو پرېكړه كړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ وايي:

گاونډيو ولايتونو او هېوادونو ته د بدخشان د خلكو پر تگ راتگ بنديز نشته.

هغه د تاجكستان دا پرېكړه، چې خپله پوله يي تړلې، مناسب اقدام نه بولي.

د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ وايي:

ويل كيږي، چې د تاجكستان حكومت د دې هېواد د روغتيا وزارت له سپارښتنې وروسته له بدخشان سره خپله گډه پوله د ۱۳ ورځو لپاره تړلې ده.

ښاغلى راسخ زياتوي:

تاجكستان د خلكو د تگ راتگ له وجې وېره لري، چې تاجكستان ته كولرا ناروغي سرايت ونه كړي.

سيمه ييزو روغتيايي مسوولينو د بهرنيو مرستندويانو په همكارۍ كولرا ناروغي كابو كړې او له دوه ورځو راهيسې دغلته د كولرا مثبته پېښه نه ده لېدل شوې. په داسې حال كې، چې څو ورځې وړاندې به هره ورځ روغتون ته لسگونه ناروغانو مراجعه كوله.

په بدخشان كې كولرا ناروغي د كوچني اختر په لومړۍ ورځ خوره شوه.

چارواكي وايي، تر اوسه پورې په دې ناروغي ۱۶۰۰كسان اخته شوي دي.

ويل كيږي، چې په بدخشان كې دې ناروغې د دوه ماشومانو په گډون څلور تنه مړه كړي دي.

Trending

Exit mobile version