سیمه ییز خبرونه
په بدخشان كې د مخالفينو ورستي پټنځايونه هم ونيول شول- نصرتي
د دغه ولايت امنيتې ځواكونو ويلي، چې:
د دغه ولايت په تگاب ولسوالۍ كې د دولت د وسله والو مخالفينو پريو پنځوس كسيږې ډلې يې عمليات تر سره كړي، چې په پايله كې كې يې د دغې ډلې درويشت كسان وژلي دي .
دوى زياتوي، چې:
وژل شوي پېنځه تنه ازبك ، چيچيني او عرب دي، چې له القاعدې سره يې تړاو درلود.
په دغو عمليانو كې يو سل و لس لاسي بمونه، دوه ځانمرگي واسكټونه او د يوې اندازې وسلې او مهماتو له نيول كيدو خبر هم وركړشوى دى .
د بدخشان امنيه كوماندان عبدالصبورنصرتي وايي، چې:
د دغه ولايت د تگاب ولسوالۍ د خمبك په سيمه كې د دولت د وسله والو پر ورستي پټنځاى يې هم ولكه كړې او دا سيمه په بشپړه توگه د وسله والو مخالفينو له وجود پاكه شوې ده .
نوموړى وايي:
د پېښې په ځاى كې د تازه معلوماتو له مخې عملياتو څليريشت ساعته دوام كړى او د چارشنبې په سهار پاى ته ورسيدل، چې د وسله والو طالبانو او القاعده شبكې شاوخوا ۲۳ وسله والو مخالفين په كې وژل شوي دي او پېنځلس نورنيول شوي دي.
نوموړى وايي، چې:
د دغې ډلې مشرملاشېرحيدر تر وروستۍ سلگې مقامت كړى او وژل شوى دى.
دغه گډ عمليات د امريكا د ځانگړو ځواكونو او ملي اوردو له خوا ترسره شوي، چې هوايي ملاتړ يې هم ترشاه درلود.
امنيتې چارواكي وايي، چې:
شا وخوا پنځوس وسله والو مخالفينو په دغه سيمه كې فعاليت درلود، چې له عملياتو وروسته يې گڼ شمېر وژل شوي او نيول شوي دي او شپږ تنه يې پوليسو ته تسليم شوي هم دي.
د دغه ډلې يو تن مشروايي، چې:
دوى هره مياشت له پېنځلس څخه تر پنځه ويشت زره افغانۍ د معاش په نوم ترلاسه كوي، چې دا پيسې دوى ته د پاكستان له خوا وركول كيږي.
د بدخشان والي وايي، چې له دغو عملياتو وروسته په دغه ولايت كې د وسله والو مخالفينو د فعاليت لپاره كومه اډه نه ده پاتې شوې.
دا په داسې حال كې ده، چې د مولوي عبدالهادې په مشرۍ د وسله والو مخالفينو يوې ډلې، چې د دغه ولايت په درايم ولسوالۍ كې يې فعاليت درلود؛ شا وخوا شل ورځې وروسته له پنځوس ملگرو سره د سولې په بهيركې گډ شو.
په دې ورستيو كې داسې خبرونه خپاره شوي، چې وسله وال مخالفين غواړي د هندوكش او پاميرغرونو لوړو څوكو ته ځان ورسوي او هلته د خپلو ترهگريزو فعاليتونو د تنظيمولو په موخه مركزونه جوړ كړي .