سیمه ییز خبرونه
په بدخشان كې د هندوكش په نوم عمليات روان دي
د افغانستان په شمال ختيځ كې د ملي اردو د ځانگړيو ځواكونو د قوماندانۍ مطبوعاتي څانگه د وسلوالو مخالفينو په وړاندې د پيل شويو عملياتو موخه د دې ولايت د وردوج ولسوالۍ يو شمېر برخې او د فيض آباد او اشكاشم د لويې لارې پاكول بولي.
په شمال كې د كمندو ځواكونو مطبوعاتي مسوول جاويد سليم وايي:
دغه عمليات، چې له تېرو دوه ورځو را پديخوا پيل شوي ملي اردو، پوليس او د ملي امنيت ځواكونه په كې برخه لري.
ښاغلى جاويد سليم وايي چې د هندوكش په نامه دغه عمليات له زيات پوځي چمتوالي سره پيل شوي او موخه يې د وردوج ولسوالۍ له يو شمېر برخو څخه د وسلوالو مخالفينو ويستل بلل شوي دي.
نوموړى وايي، چې د دغو عملياتو په ترڅ كې تر اوسه د وسلوالو طالبانو يو قوماندان او د هغه درې ملگري وژل شوي او درې كلي د وسلوالو له شتون څخه پاك شوي دي.
د افغانستان ملي اردو له دې وړاندې هم د بدخشان په وردوج ولسوالۍ كې درې ځلې پوځي عمليات تر سره كړي، چې لنډ مهاله مثبتې پايلې يې درلودې.
د سيمې د اوسيدونكيو په وينا، تېر ځل هم كله، چې امنيتي ځواكونه له سيمې ووتل؛ نو وسلوال مخالفين بېرته دې سيمو ته را ستانه شول.
بدخشان يو غريز ولايت دى، چې له همدې كبله له دغه ولايت څخه د وسلوالو ويستل گران دى؛ ځكه، چې د وسلوالو طالبانو له سختو سنگرونو څخه شمېرل كيږي.