روغتيا
په بدخشان كې د گوزڼ ناروغي تثبيت شوه
د بدخشان د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، د بدخشان ولايت په ارگو ولسوالۍ كې له دولس كلونو وروسته يوه دوه كلنه نجلۍ پر پوليو اخته شوې ده.
دا ماشومه زمزمه نوميږي او له دوه كلونو ټيټ عمر لري.
د زمزمې پلار محی الدین وايي، دا ماشومه دولس ځله واكسين شوې؛ خو هيڅ نتيجه يي نه ده وركړې.
دى زياتوي، له يوې مياشتې را پديخوا د سيمې اوسيدونكيو را سره راشه درشه درولې ده.
د بدخشان د عامې روغتيا رييس احمد نور خاورې وايي، د زمزمې د معايناتو پايلې، چې په پاكستان كې ترسره شوي، پوليو ښيي؛ خو تر اوسه د دې ناروغۍ نښې د زمزمې په بدن كې ځانگړې شوې نه دي.
د نوموړي په وينا، له دوه ورځو را پديخوا په بدخشان كې د پوليو واكسين پيل شوى او تر يوې اوونۍ به دوام وكړي.
ديني عالم مولوي کبیرمجیدي وايي، د جوماتونو له لارې به خلكو ته د پوليو په اړه معلومات وركړم.
د روغتيايي چارواكو په وينا، دا ناروغي له گاونډ هېوادونو بدخشان ته راليږديدلې.