تازه خبرونه

په بدخشان كې غره ښوييدنې ۲۵۰۰ كسان مړه كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بدخشان ولايت چارواكي وايي، د ارگو ولسوالۍ په آب باريك په سيمه كې د غره ښوييدنې له كبله ۲۵۰۰ كسان مړه شوي ، چې ۳۰۰ كورنۍ يې تر خاورو لاندې كړي دي.
د بدخشان والي شاه والی الله ادیب وايي، د پلټنې چارې روانې دي؛ خو داسې ښكاري، چې غره لاندې كړي كسان ټول مړه شوي وي.
ښاغلي ادیب وویل د غر ښویېدنې دوه پېښې د یوه ساعت په توپير رامنځ ته شوې.
د ښاغلي اديب په وينا، په دې كلي كې ۷۰۰ كورنۍ اوسيږي، چې ډېري يې په تېښته بريالي شوي او له سيمې وتلي؛ خو په آزاده هوا كې له لږو امكاناتو سره مرگونى حالت لري.
د بدخشان امنيه قوماندان فضل الدين عيار وايي، چې پېښه د ارگو ولسوالۍ د آب خشك په كلي كې را منځته شوې ده.
د بدخشان امنيه قوماندان وايي، كافي وسايل نه لرو او ممكن تر خاورو لاندې شوې كورونه او خلك تر يوې اوونۍ پورې له خاورو را ونه ويستل شي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال ايوب سالنگي وايي، سيمې ته پوليس روان شوي، چې زيانمنو شويو ته مرستې ورسول شي.
ويل كيږي، كومه سيمه كې، چې پېښه شوې اووه سوه كورنۍ استوگنه لري.
شاوخوا شل ورځې مخكې هم د بدخشان په گاونډ ولايت تخار كې هم غره ښوييدنې ۱۲۰ كورنۍ اړې كړې، چې سيمه پريږدي. دا پېښه د رستاق ولسوالۍ د خواجه خيزاب په كلي كې شوې وه، چې په كې د خلكو كورنه ويجاړ شول؛ خو چاته په كې مرگ و ژوبله وانوښته.
څو ورځې مخكې هم په سرپل، فارياب او حوزجان ولايتونو كې سيلابونو له سل زيات كسان مړه كړل او سلگونه كورنۍ هم بې ځايه شوې.
د يادونې وړ ده، چې زيانمنه سيمه د بدخشان له مركز فيض آباد په ۶۰ كيلو مترۍ كې پرته ده.

Trending

Exit mobile version