تازه خبرونه

په بدخشان كې پوليس د وسله والو پرضد د مبارزې توان نه لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بدخشان امنيتي چارواكي وايي، چې پوليس په يوازې توگه په دغه ولايت كې د وسله والو پرضد د مبارزې توان نه لري.

د بدخشان والي شاه ولى الله اديب وايي، د دغه ولايت په يمگان، جرم، تگاب او كشم ولسواليو كې امنيتي ارگانونه د دولت له وسله والو مخالفينو سره په جگړه كې ښكېل دي.

هغه زياتوي، په دې كسانو كې معمولا فراري مجرمين او هغه كسان جذب شوي، چې د قانون له منگولو څخه تښتيدلي دي.

نوموړي په ډاگه كړې، چې طالبان له بېلابېلو لارو او صرافيو خپلې اړتياوې  پوره كوي.

صرافان د والي دا څرگندونې نه مني او وايي:

والي بايد د ثبوت لپاره سند وړاندې كړي.

د بدخشان د ولايتي شورا غړى ذبيح الله عتيق وايي، وسله وال طالبان په دغه ولايت كې ورځ تربلې پياوړي كيږي.

هغه زياتوي، وسله وال د دوه ولسواليو لارو ته گواښ دى او لارې تړلې دي.

د بدخشان امنيه قوماندان فضل الدين عيار وايي، چې د دغه ولايت د يمگان او كران منجان ولسواليو لارې د وسله والو له خوا بندې شوي.

هغه په ډاگه كړه، له بدخشان څخه د وسله والو ويستل د ملي دفاع په وزارت پورې اړه لري. هغه وايي، پوليس په يوازې توگه د وسله والو په وړاندې د مبارزې توان نه لري.

په بدخشان كې د وسله والو طالبانو د فعاليتونو تر ټولو نوې پېښه د يمگان ولسوالۍ پر ودانې بريد دى، چې په كې يو پوليس وژل شوى دى.

چارواكي وايي، په دې بريد كې څلور وسله وال هم وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version