تازه خبرونه
په بدخشان كې څه نا څه ۷۰۰ كورنيو ته د مرستو رسولو بهير پيل شوى
د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ملي ادارې مرستيال محمد اسلم سياس وايي، جامې او د اړتيا وړ خوراكي توكي د سيمې ځاى ته رسيدلي او لوړپوړي دولتي پلاوي هم له زيانمنو شويو سره د شل ميليون افغانيو مرسته كوي.
د بدخشان په ارگو ولسوالۍ كې غره ښوييدنې نږدې زر كورنۍ زيانمنې او بې ځايه كړې. اوس هم د غره ټوټې د را ښوييدو په حال كې دي او د قربانيانو د ژغورنې عمليات ناشوني شوي دي.
ښاغلى سياس زياتوي، چې د هغو دوه كليو اوسيدونكيو ته لازمې مرستې رسيدلي، چې غره لاندي كړي نه دي.
د ولسي جرگې غړې حبيبه دانش پر دې ادارې نيوكې كوي او وايي، چېله پېښې وروسته لس مړي او ټپيان له خاورو ويستل شوي دي.
د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمي هم زيانمنو شويو ته د بېړنۍ مرستې غوښتنه كړې ده.
د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې په ډاگه كړې، چې د بوديجې لږوالى او د سيمه ييزو ادارو له خوا له پېښو مخكې د ځينو احتياطي پروگرامونو نه پلي كيدل د دې لامل دى، چې د طبيعي پېښو له اړخه قربانيان زيات شي.