بلخ @ps
په بدخشان كې چاودنې ۲۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د بدخشان په كشم ولسوالۍ كې له یوې چاودنې اته تنه وژل شوي او شپاړس نور ټپيان دي.
دا مرګ و ژوبله نن لس نيمې بجې د كشم ولسوالۍ په مركزي چوك كې د سړك غاړې ماين چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
د كشم امنيه قومندان سيف الله وايي، په دې چاودنه کې د شپږ ماشومانو په ګډون اته تنه وژل شوي او شپاړس نور ټپيان دي.
هغه زیاتوي، د پېښې په سيمه كې هيڅ پوځي موخه نه وه .