تازه خبرونه

په بدخشان كې گاونډ هېوادونه له طالبانو ملاتړ كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان وايي، يو شمېر گاونډ هېوادونه د بدخشان د ناامنۍ په موخه طالبان ورليږي.

دغه قوماندان دا منلې چې په بدخشان كې وسله والو طالبان له خلكو عشر او زكات راټولوي.

د بدخشان ولايت د وردوج ولسوالي د نورو سيمو په پرتله ډېره ناامنه ده.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان زلمى ويسا وايي:

د سيمې هېوادونه غواړي چې دغه ولايت ډيرنه امن كړي .

د شاهين قول اردو قوماندان دغه راز وايي، چې د امنيتي ځواكونو ځواكمتيا لوړه شوې او د وسله والو مخالفينو تلوسه يې زيانمنه كړې ده.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو له يو كال را پديخوا د بدخشان په ځينو سيمو كې نفوذ كړى دى.

Trending

Exit mobile version