سیمه ییز خبرونه

په بدخشان ولايت كې د ښوونځيو ۱۴ ودانۍ گتې اخيستنې ته وړاندې شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بدخشان ولايت په ليريو پرتو ولسواليو كې د اروپايي ټولنې پرمالي مرسته د څوارلس ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې او گتې اخيستنې ته وړاندې شوې.

د بدخشان د پوهنې رييس ميرعبدالرحمن وايي، چې:

دغه څوارلس ښوونځي، چې په اساسي ډول جوړشوي؛ له ټولو درسي تجهيزاتو څخه برخمن دي او د لس زره زده كوونكيو لپاره د زده كړو ظرفيت لري.

دوى زياتوي:

په ليرو پرتو سيمو كې د نجونو لپاره د ښوونځيو د ودانيو جوړول مو كاري لومړيتوب دى.

د مركزي اسيا د انستيتوت مشر جان اغا جاهد وايي:

د دغو څوارلس ښوونځيو ودانۍ د اروپايي ټولنې د وړيا مرستو له لارې جوړشوي، چې شاوخوا يو ميليون و څلور سوره زره امريكايي ډالر لگښت  پرې راغلى او د مركزي اسيا د انستيوت له خوا يې د جوړولو چارې تر سره شوې دي.

د بدخشان ولايت د دوه ليرو ولسواليو په بهارك او شهدا  كې د زده كوونكيو كورنۍ وايي، چې:

هركال د سختې سړې هوا، د واورې او باران د ورښت او د ښوونځيو د ودانيو د نه شتون له كبله زده كوونكي ترنيمايي درسي كاله پورې خپلې زده كړې نه شي تر سره كولى. د دغو ښوونځيو د ودانيو په جوړيدو د زده كوونكيو ډېرې ستونزې حل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د يادو ښوونځيو د ودانيو په جوړيدو د دغو سيمو نجونې او هلكان د درسې خونو او نورو درسې تجهيزاتو برخمن شول.

Trending

Exit mobile version