سیمه ییز خبرونه
په بدخشان ولايت كې سلگونه خلك په ,وبا’ اخته شوي دي
د بدخشان ولايت د درايم ولسوالۍ په چپا سيمه كې يوه ناروغي، چې ,وبا’ نومول شوې؛ سلگونه كسان د مرگ له گواښ سره مخ كړي دي.
تر دې دمه دې ناروغۍ يوه اوولس كلنه نجلۍ له منځه وړې او ۴۰۰ كسان نور هم پرې اخته شوي دي.
چارواكي وايي حالات د اندېښنې وړ دي او د ناروغانو د درملنې لپاره روغتيايي ډلې سيمې ته ليږل شوې دي.
د بدخشان والي شاه ولي الله ، چې سيمې ته سفر كړى وايي:
ناروغي د كنترول لاندې راغلى، خو د ناروغانو ليږدول اودرملنه روانه ده.
د نوموړي په وينا، ناروغان تر چټكې درملنې لاندي دي.
كه څه هم ناروغي تر اوسه په سمه توگه تشخيص شوې نه ده؛ خو ويل كيږي، چې دا ناروغي به د ,وبا’ يوه بڼه وي.
د داكترانو په وينا، په ناروغۍ اخته كسان په ټوليزه توگه اسهال او كانگو كوي، څه ناڅه بېځواكي اوبېوسي په كې هم ليدل كيږي.
, وبا’ ناروغي كه څه هم په چټكۍ پراخيږي، خو كه پاملرنه ورته وشي مخنيوى يې ډېر آسانه دى.