سیمه ییز خبرونه
په بدخشان ولايت كې طالبان له خلكو عشر و زكات ټولوي
د بدخشان والي وايي: طالبان د دغه ولايت په ځينو سيمو كې د وسلو په زور له خلكو عشر و زكات ټولوي.
د بدخشان والي شاه ولي الله اديب وايي:
طالبان د خپلو اقتصادي بنسټونو د پياوړتيا لپاره دغه كار كوي
هغه وايي:
تگاب ولسوالۍ ته يو شمېر طالبان له پاكستان څخه راغلي، په ځينو ولسواليو كې ستر گواښونه شتون نه لري؛ خو پېنځه يا لس كسيزې ډلې گرزي راگرزي. په خستك او ارغنج خوا كې هم وړې ډلې شتون لري. د خواشينۍ ځاى دا دې، چې دوى له غريبو خلكو عشر و زكات ټولوي.
د ښاغلي اديب په وينا، دغه ډلې د پاكستان د استخباراتو په مالي او تخنيكي مرستو د دغو سيمو د ناامنه كولو لپاره هڅې كوي.
د بدخشان والي وايي:
په بدخشان ولايت كې طالبان دوه موخې لري: چين ته د وريښمو د لارې له غزيدو مخنيوى او منځنۍ آسيا او چين ته د القاعدې د پوځي څانگو پراخيدل.
د والي په وينا تر دې دمه ډېر بريدونه د طالبانو په وړاندې تر سره شوي، چې په كې څه ناڅه ۱۳۷ تنه د ۱۹ قوماندانانو په گډون وژل شوي دي.
هغه وايي امنيتي ځواكونه مو د تجهيزاتو له لږوالي سره مخ دي او بشپړ هوايي ملاتړ هم نه لري.
