سیمه ییز خبرونه
په بدخشان ولايت كې ۴۵۰۰ هكتار ځمكه د كوكنارو له كر څخه پاكه شوه
د بدخشان ولايت د مخدره توكو په وړاندې د مبارزې رييس په ډاگه كړې، چې:
امنيتي ځواكونو د روان كال د غبرگولي له لومړۍ نېټې څخه د مخدره توكو په وړاندې د مبارزې د وزارت او د ملگرو ملتونو د مخدره توكو په وړاندې د مبارزې د څانگې په ملاتړ له كوكنارو څخه د ځمكو د پاكولو عمليات پيل كړي دي.
دغه ادره وايي:
له هماغې ورځې څخه په دې عملياتو كې له شل ډېرې ولسوالۍ او سلگونه كلي د كوكنارو له كر څخه پاك شوي دي.
د بدخشان ولايت د مخدره توكو په وړاندې د مبارزې رييس وايي:
سره له دې، چې هڅې تر سره شوي؛ خو بيا هم پر څلور زره هكتار ځمكې كرل شوي كوكنار پاتې دي.
د مخدره توكو په وړاندې د مبارزې دغه چارواكى وايي:
دولت غواړي، چې په دې ولايت كې ټول كرل شوي كوكنار له منځه يوړل شي.
د بدخشان ولايت د پوليسو قوماندان امام الدين مطمئين وايي:
له كوكنارو څخه د ځمكو پاكولو په دې عملياتو كې له دوه زره ډېرو امنيتي ځواكونو برخه اخيستې وه.
د هېواد په شمال كې بدخشان يوازنى ولايت دى، چې د كوكنارو د كر كچه په كې لوړه ده.
ويل كيږي، چې طالبان غواړي له قاچاقگرو سره د همغږۍ له مخې په دغه ولايت كې د دغو توكو د كر كچه لوړه وساتل شي.
